د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « ملي شورا په سوریه او عراق کې د عملیاتو په خاطر وسله والو ځواکونو ته د ورکړې اجازه نامې موده وغځوله »  سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ملي شورا  وسله والو ځواکونو ته  په سوریه او عراق کې د پ ک  ک په ګډون د ټولو ترهګرو سازمانونو چې د ترکیې امنیت يي ګواښ مخامخ کړی وي  د پوي عملیاتو  د اجازه نامې  موده  د یو بل کال لپاره وغځوله. د ویلو ده چې  ترکیې  په سوریه کې  د پوځي عملیاتو لپاره پوره چمتوالی نیولی  دی  وسله وال ځواکونه د عملیاتو د پيلولو په خاطر د ولسمشر اردوغان د امر انتظار باسي.

د سټار ورځپاڼې « د سربستان د ولسمشر لخوا د ولسمشر اردوغان ستاینه: د اردوغان په څیر  د ځانګړو اوصافو خاوند په نړۍ کې بل داسې مشر شتون نلري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سربستان ولسمشر الکساندر ووچیچ  وویل کله چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان اقتدار ته راغی  په ۲۰۰۳ کال کې د ترکیې سرانه عاید ۳۵۰۰ امریکايي ډالره وو چې نن ورځ دا رقم ۱۱ زرو امریکايي ډالرو نه اوښتی دی.

هغه وویل  چې  ماته په نړۍ کې ددې په څیر  یو بل نړۍوال  مشر ښکاره کړۍ. نشته دی.

د وطن ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان او ټرمپ د لیدنې نیټه معلومه شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ  وویل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به  د نوامبر په ۱۳ مه نیټه امریکا ته راشي. هغه دا څرګندونې د خپلې ټویټر پاڼې له لارې کړي دي. هغه ویلي دي چې  یو زیات شمیر خلک دا خبره هیره وي چې ترکیه د امریکا  ټولو ستر تجاري شریکانو نه  یو دی. سربیره  پر دې  د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو فولادي باډۍ هم  دا هیواد  تولیدوي.

د خبرترک ورځپاڼې «ترکیې او روسیې د ډالرو پر خلاف هوکړه وکړه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې او روسیې په تجارتي چارو کې د ډالرو  د رول  د کمولو په خاطر  په خپلو ملي کرنسیو  ربل  او  لیرو  د راکړې ورکړې د کولو په خاطر  په رسمي توګه تړون لاسلیک کړ.

د روسیې د مالیې وزیر ویلي دي چې  دا تړون  د اکتوبر په ۴ مه نیټه  لاسلیک شوی دی. همداشان  پدې برخو کې به ځینې نور ګامونه هم اوچت کړی شي.

د حرییت ورځپاڼې « استانبول  د نړۍ تر ټولو د ډاډمندو ښارونو په کتار کې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نومبیو  څیړنیز  شرکت  د نړۍ  د تر ټولو  د ډامندو ښارونو  د انتخابولو په خاطر  د نړۍ په ښارونو کې  د جرمونو د کچې په اړه د څیړونو نه وروسته د نړۍ تر ټولو امن او ډاډمن ښارونه  انتخاب کړي دي.

پدې لست کې د نړۍ د مختلفو هیوادونو نه ۲۸ ښارونه شتون لري. د ترکیې د استانبول  ښار پدې لست کې  په لومړنیو کتارونو کې ځای نیولی دی.

د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیې د نړۍ ۱۷۲ یمې نقطې ته په مخامخ الوتنو پیل وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د سولومون ټاپوګانو سره  د ملکي هوانوردۍ  تړون لاسلیک کړ.

ددې تړون له مخې ترکیه به په اونۍ کې  پنځه مساپرو او پڼځه هم  باربرۍ الوتکو  سفرونه ترسره کړي.

 



اړوند خبرونه