د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : د ټرمپ سره مو د ازادۍ سوداګرۍ پر تړون خبرې وکړې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل د ترکیې او امریکا ترمنځه  موجود سوداګریز حجم  شل میلیارده ډالره  دی  چې دا  په اصل کې د حقیقي  پوتانشیل  نه  ډیر او ډیر راټیټ  دی. هغه وویل چې  د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره  مو په لیدنه کې سوداګریز حجم  سل میلیاردو ډالرو ته د رسولو  په مسئلې تفاهم وکړ.

د وطن ورځپاڼې « اردوغان : ترکیه د سوري  کډوالو د نوې څپې  د منلو توان  نلري » د سرلیک لاندې لیکلي دي،  ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د امریکا  متحده ایالتونو پر خلاف  په سوریه کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو پ وای ډي او وای پ جي سره  د تازه پوځي مرستو په اړه  ډیر سخت غبرګون وښود. ولسمشر اردوغان وویل  د داعش ترهګره ډله  خو اوس له منځه تللې خو سوریې ته د سوري کډوالو د ستنیدو پر وړاندې  تر ټولو ستر خنډ د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګو پ وای ډي او وای پ جي  جوړ کړی دی. ترکیه نور د تازه سوري کډوالو د منلو توان نلري.

د سټار  ورځپاڼې « د مونتینګرو د بهرنیو چارو وزیر دارمانویچ : ترکیه زمونږ لپاره ځانګړی اهمیت لري »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د مونتینګرو  د بهرنیو چارو وزیر سرژجان درمانوویچ  وویل چې  ترکیه په مونتینګرو کې  په سرمایه ګذارۍ کې په شپږم کتار کې ځای لري . ترکیه زمونږ  لپاره ځانګړی اهمیت لري. ترکیه په مونتینګرو کې د سرمایه ګذارۍ په برخه کې مهم  ځای لري. د مونتینګرو خلک په ترکي سوداګرو  او پانګه والو پوره باور او اعتماد لري. تمه کوو چې  لا زیات  ترکي پانګه والو  زمونږ په هیواد کې پانګه اچونه وکړي.

د ینې شفق ورځپاڼې « اقنجي ډرون الوتکه  الوتنې ته  چمتو  ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې په ځايي او ملي امکاناتو جوړه شوې  د اقنجي په نامه  د تعرض  بې پیلوټه الوتکې  ماشینونه  د لومړي ځل لپاره  چالان کړی شول. اقنجي په نامه تعرض  ډرون الوتکه  چې د ټولو ازمایښتونو نه  په بریالي توګه تیره شوې ده  د جنګي الوتکو  بار به  سپک کړي. د ویلو ده چې د اقنجي په نامه دا ډرون الوتکه  د هوا نه د تعرض، د هوا نه د توغندي توغولو  او د اف ۱۶ الوتکو لخوا د انتقالیدونکي  یو ټني  بمونو  د انتقال  په ظرفیت  جوړه شوې ده . دا ډرون الوتکې به  د روانې اونۍ په دننه کې خپله لومړنۍ الوتنه وکړي.

د حریت ورځپاڼې « د ترکش ایرلاین لخوا سویلي اروپا ته تخفیف »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت  ترکش ایرلاین د سویلي اروپا مساپرو ته  په ټکټونو کې ځانګړی  تخفیف په نظر کې نیولی دی. ترکش ایرلاین د استانبول او انقرې نه  ایټالیا، اسپانیا، فرانسې، مالتا، پرتګال او یونان په ګډون ۲۵ نفطو ته سفر کوونکو ته په ټکټونو کې ځانګړی  تخفیف په نظر کې نیولی دی.

 



اړوند خبرونه