د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د خپل اندونیزیايي سیال سره خبرې وکړې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  پرون د اندونیزیا د ولسمشر جوکو ویدودو سره  ټيلیفوني خبرې وکړې. پدې ټيلیفوني خبرو کې  د دواړو هیوادونو مشرانو  یو بل ته د اختر مبارکي  هم  وویله.

د سټار ورځپاڼې « ملي دفاع وزارت : د ترکیې ډرون الوتکو په سیمه کې په فعالیت پیل کړی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې  د سوریې په شمال کې د امن د سیمې د جوړولو د چارو په چوکاټ کې د ترکیې ډرون الوتکو په سیمه کې په فعالیت او دندې پیل کړی دی.

د حریت ورځپاڼې « د ترک جریان د پروژې د ګازو د پمپ کولو د ترمینل ۹۵ سلنه ساختماني چارې سرته رسیدلي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترک جریان د ګازو د نللیکې  د پروژې  په ترکیه کې د ګازو د پمپولو  د عمومي ترمینل ساختماني چارې ۹۵ سلنه سرته رسیدلي دي. د ویلو ده چې  ددې پروژې له لارې د روسیې ګاز ترکیې ته او د ترکیې نه د اروپا بازارونو ته انتقالیږي.

د یاد شوي  پروژې مسئول شرکت ویلي دي چې  چارې د پلان  په مطابق  پر مخ روانې دي او د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې به  ددې نللیکو له لارې  اروپا ته د ګازو په انتقال پیل وشي.

د خبرترک ورځپاڼې « د نړۍ سترو سیاحتي کښتیو  موغلا ولایت ته مخه کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د مالتا د هیواد  د هوریزون په نامه  سترې سیاحتي کښتۍ  د مدیترانې  د سفر په چوکاټ کې  د موغلا ولایت د مارماریس په ولسوالۍ کې  لنګر واچو.

ددې کښتۍ ۱۶۱۰ تنه  مساپر  او ۶۰۷ تنه پرسونل  مارماریس  ولسوالۍ ته  راښکته شول.

د ینې شفق ورځپاڼې « د کاپوتاش ساحل په ۴ ورځو کې د څه باندې ۲۵ زرو تنو سیلانیانو کوربه توب وکړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انتالیا ولایت د قاش ولسوالۍ د اختر په ورځو کې  د زرګونو تنو  سیلانیانو کوربه وکړ. همداشان  د یادې شوې ولسوالۍ  مشهور  د کاپوتاش ساحل  په ۴ ورځو کې د څه باندې ۲۵زرو تنو  سیلانیانو کوربه توب وکړ. دا ساحل چې  د تکو شنو  او رڼو  اوبو سره  ځانګړی  شهرت لري  د عرفې د ورځې نه راپدیخوا  د زرګونو تنو  سیلانیانو کوربه توب وکړ.



اړوند خبرونه