د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې « د بهرنیو چارو وزیر لخوا د امن د سیمې په اړه مهمې څرګندونې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې  د ترکیې او امریکا متحده ایالتونو ترمنځه  په سوریه کې جوړیدونکې د امن د سیمې په اړه تفاهم  یو ښه پیل دی. هغه وویل چې  دا ځل به  اجازه ورنکړو چې  ددې مسئلې نه هم  د منبج د مسئله جوړه شي. دا ځل لپاره  د هیڅډول  ځنډ  زغم  نه لرو.

د ینې شفق ورځپاڼې « اکار : د ترکیې او شمالي قبرس د حقوقو په غضبولو به سترګې پټې نکړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي ،   د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار تیره ورخ  د ستر درستیز ستر جنرال یاشار ګولر د هیواد پوځي قوتونو د قومندانانو په ملګرتیا د شمالي قبرس ترکي جمهوریت نه لیدنه وکړه. د ترکیې د ملي دفاع وزیر  دلته په خپلو څرګندونو کې وویل ترکیې  تل هم  خپل او هم  د شمالي قبرس ترکي جمهوریت د ټولو حق او حقوقو نه دفاع کړې ده  او ددینه وروسته به هم دفاع وکړي. هیچا ته به د خپل حق د غضبولو اجازه ورنکړي.

د حریت ورځپاڼې « کاپادوکیا  کې ګرځندوی د هرې ورځې په تیریدو وده کوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د مهمو توریستیکو سیمو نه کاپادوکیا  یواځې د جولای په میاشت کې  د ۳۹۳ زره او ۷۲۸ تنو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو کوربه توب کړی دی. کاپادوکیا  سیمه  پدې وروستیو کې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو  توجه جلب کړې ده .

د صباح ورځپاڼې « د استانبول په هوايي ډګر کې روبات معلوماتو سیستم  په فعالیت پيل وکړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول  په هوايي دګر کې  دوه روبات ماشینونو مساپرو ته د معلوماتو ورکولو په برخه کې په فعالیت پيل وکړ.

د ویلو ده چې  د نوموړي  سیستم  د ازمایښتي پړاو  د سرته رسیدو نه وروسته به د روبات ماشینونو  شمیره  لوړه کړی شي.

دا ځايي روبات ماشینونه مساپرو پوښتنو ته په ترکي او انګلیسي ژبو  په غږیز او تصویري ډول سره  ځواب ورکوي.

د سټار ورځپاڼې لیکلي دي د نړۍ په کچه  مشهورې  د لاتینې امریکا  سندر غاړې  جینیفر لوپیز د روانې اوونۍ په دننه کې د ترکیې د انتالیا په ولایت کې خپلو مینه والو ته کنسرت ورکړ. لوپیز  د ټولنیزې مډیا له لارې په انتالیا ولایت کې  د ورکړي کنسرت په اړه یو پيغام  خپور کړ. د لوپیز پیغام په ۱۱ ساعتونو کې د څلورنیم میلیونو تنو  لخوا ولیدل شو.

هغه  د اګست په شپږمه  په انتالیا کې د ورکړي کنسرت  په اړه د خوښۍ اظهار کړی دی  او د انتالیا ولایت ستاینه کړې ده.

 



اړوند خبرونه