د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « چاوش اوغلو: د اس ۴۰۰ کنټرول به د ترکیې په لاس کې وي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو لیتوانیا ته د سفر رسمي سفر په ترڅ کې د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو وزیر سره  د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ. هغه دلته  د امریکا متحده ایالتونو د هغه ادعاګانو په اړه چې وايي اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم  د اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکو ته  ستر تهدید جوړوي  په ځواب کې وویل « مونږ په غوڅه توګه ویلي دي چې  دا سیستم  به په کامله توګه د ترکیې تر کنټرول لاندې وي. امریکا ته مو پدې اړه د کډه کاري کمیټې  د جوړولو  وړاندیز هم  کړی دی. »

د سټار ورځپاڼې « پوتین : د ترکانو سره کډ کار کول  لا اسانه دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د شمالي جریان دویمې د ګازو د نللیکې د پروژې په اړه چې  امریکا  او ځینو اروپايي هیوادونو سره  د مختلفو لارو څخه  د عملي کولو  مخنیوی کولو  په اړه وویل د څرګندونو پر مهال د ترک جریان د ګازو د نللیکې نه یادونه وکړه. هغه وویل چې  په واقعیت  چې د اروپایانو په پرتله د ترکانو سره په ګډه کار کول ډیر اسانه دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  تصمیم  نیسي  او سمدلاسه پرې عمل کوي.

د ینې شفق ورځپاڼې « مودیز د ترکیې د اقتصاد قوي اړخونه  بیان کړل »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اقتصادي درجه بندیو نړۍوال سازمان مودیز  د اروپا، منځني ختیځ او افریقايي هیوادونو د اقتصادي خطرانو د څیړنې د ډلې  رئیس ایو لامای په لندن کې جوړه شوې د پرمتختګ په حال کې د بازارونو په سرمشریزه کې د ترکیې د اقتصاد په اړه هم  څرګندونې وکړې.

هغه وویل چې  د ترکیې  اقتصادي تنوع ، لویوالی، ځوان  نفوس او قوي  ساختار  د ترکیې د اقتصاد  قوي اړخونه دي. هغه وویل چې دا پاسنې مسئلې  د یو اقتصاد د قوي اصلي  منبع  دي.

د صباح ورځپاڼې « بهرنیانو تر ټولو زیات د اپریل په میاشت کې په ترکیه کې غیرمنقول اموال رانیولي دي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې  د روان میلادي کال  په لومړنیو ۴ میاشتو کې  پر بهرنیو وګړو ۱۳ زره ۳۳۸ کورونه  پلورل شوي دي. ویل کیږي  تر ټولو زیات کورونه د اپریل په میاشت کې پلورل شوي دي.

تیر کال  په لومړنیو ۴ میاشتو کې  دا رقم ۷ زره ۳۴۱ وو چې سږ کال يي د ۸۲ عشاریه ۱ سلنه وده کړې ده .

د روان کال د اپریل په میاشت کې ۳ زره او ۷۲۰ کورونه په بهرنیو وګړو پلورل شوي دي.

د حریت ورځپاڼې « د انګلیسانو انتخاب : په ترکیه کې د رخصتۍ لپاره ۱۰ مهمې سیمې»  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان  د تلګراف ورځپاڼې  ادیتورانو  په ۲۰۱۹ کال کې په ترکیه کې د  رخصتۍ تیرولو لپاره ۱۰ سیمې انتخاب کړي دي.

پدې لست کې انتالیا   ، د کمر د سیمې چیرالي شګۍ، کالکان، د کاش د ولسوالۍ د پترا سواحل، د الانیا سواحل، سیده سواحلو، موغلا د ولایت دالیان، د ایزمیر د ولایت چشمه ، فتحیه  او بودروم  سیمو ځای نیولی دی.



اړوند خبرونه