د ترکیې د ورځپاڼو  سرتکي

د ترکیې د ورځپاڼو  سرتکي

د ترکیې د ورځپاڼو  سرتکي

 

د صباح ورځپاڼې « د عراق په شمال هوايي بریدونه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د عراق په شمال کې د قندیل په غرونو کې د پ ک ک ترهګرې ډلې په پټنځایونو د ترسره شوو هوايي بریدونو په ترڅ کې  په نښه شوي اهداف ټول له منځه وړل شوي دي. د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره  ویلي دي چې  د ترکیې هوايي ځواکونو  پرون  د عراق په شمال کې د زاپ، اواشین باسیان، هرکوک او قندیل په سیمو کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې اړوند  په تثبیت شوو  هدفونو  درانده هوايي بریدونه کړي دي.

د نوموړو هوايي عملیاتو په لړ کې د پ ک ک ترهګرې ډلې اړوند  یو ځل زیات شمیر د وسلو او مهماتو ډیپوګانې، موضعګانې، پټنځایونه، قرارګاه ګانې او د تجمع  مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

د وطن ورځپاڼې « ترکش ایرلاین  د استانبول هوايي ډګر ته د خپل مرکزي دفتر د انتقالولو نه وروسته  د یاد شوي هوايي ډګر نه  تر میلیون تنو ډیر مساپر انتقال کړي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین عمومي رئیس بلال ایکشي د استانبول  د هوايي دګر نه  د استانبول هوايي ډګر ته د کډه کولو نه وروسته  د انتقال کړو مساپرو شمیره اعلان کړه. هغه وویل چې  د استانبول هوايي ډګر ته د مرکزي دفتر د انتقالولو  او د اتاترک د هوايي ډګر د تړل کیدو نه راپدیخوا په تیرو ۹ ورځو کې د استانبول جمعا ۴۸۶۲ پروازونه کړي دي. په نوموړو پروازونو کې  ۸۴۱ زره او ۹۱۵ تنه  مساپر انتقال کړي دي. د نن  د مساپرو سره  دا شمیره د یو میلیون تنو نه واوښته. د نوي هوايي دګر سره  هر څه ډیر ښه  پر مخ  روان دي.

د سټار ورځپاڼې « ګرځندویانو په ۲۰۱۷ کال کې په ترکیه کې ۲۲ عشاریه ۵ میلیارده ډالره مصرف کړي »  د سرلیک لاندې لیکلی دي ، د ویژول کاپیتالست شرکت  په نړۍ کې  د ګرځندویانو لخوا  په هیوادونو کې د مصرف شوو  پیسو لست خپور کړی دی.

د نوموړي لست له مخې  ګرځندویانو په ۲۰۱۷ کال کې په ترکیه کې ۲۲ نیم میلیارده ډالره په مصرف رسولي دي.

د حریت ورځپاڼې « د ترکیې تر ټولو خوشحاله ښار په توګه ټاکل شوي د سینوپ ولایت د ګرځندوی په برخه کې ټاکلی  هدف  لوړ کړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د احصایې د ادارې لخوا  د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځه د ترسره شوو نظرسنجیو  او تحقیقاتو په پایله کې د ترکیې تر ټولو د خوشحاله ښار په توګه ټاکل شوي  د سینوپ ولایت  تیر کال  د څه باندې یو میلیون تنو ګرځندویانو کوربه توب کړی دی. دې ولایت د ګرځندوی په برخه کې خپل هدف  لوړ کړی دی. سینوپ ولایت سږ کال د ګرځندویانو د لومړنۍ  ډلې نه  دګلانو سره هر کلی وکړ. د سینوپ ولایت د طبعي ښکلا سره  د ګرځندویانو لپاره تر ټول  ښه  ولایت  دی. همداشان پدې ولایت کې د سمندر اږده  شګۍ، د طبعیت پارک، د تاتلي جه د اوبو آبشار او د د سینوپ د تاریخي زندان، تاریخي کیندنې  او داسې نور تاریخي اثار  هغه څه دي چې  دې ولایت ته  د ګرځندویانو  توجه جلب کړې ده .

د ینې شفق ورځپاڼې « د استانبول د ګالاتا پورت بندر نړۍ ته  معرفي کړی شو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول  تر ټولو  لوی د ګالاتا پورت په نامه  د کښتیو  بندر چې  ساختماني چارو د سرته رسیدو سره به یو نیم میلیون تنو مساپرو ته  خدمت وړاندې کړي  د سي ترید کروز ګلوبل ۲۰۱۹ کال  په نندارتون کې نړۍ ته  معرفي کړی شو.

د ویلو ده چې  نوموړي  د سي ترید کروز ګلوبل ۲۰۱۹ کال  په نندارتون کې چې  د ۱۱۳ هیوادونو نه ۶۴۳ شرکتونو ۱۱ تنو زرو تنو ګډون کړی وو د استانبولد ګالاتا پورت  بندر پکې نړۍوالې ټولنې ته  معرفي کړی شو. د ویلو ده چې دا بندر به په ۲۰۲۰ کال  کې په فعالتیت پيل وکړي.

وار د مخه  يي د نړۍ تر ټولو لویې  د ګرځندوی د کښتیو پام  ترکیې ته رااړولی دی.

 



اړوند خبرونه