اذربایجان د قره باغ په جګړه کې د خپلو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه
اذربایجان د قره باغ سیمه د ارمنستان د اشغال نه د ژغورولو په خاطر په ترسره کړو پوځي عملیاتو کې د ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه.
د اذربایجان د دفاع وزارت ویلي دي چې پدې عملیاتو کې ۲۷۸۳ تنه سرتیري په شهادت رسیدلي او ۱۲۴۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د اذربایجان د دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۲۷ مه نيټه د قره باغ سیمه د ارمنستان د اشغال نه د ژغورولو په خاطر پیل کړو عملیاتو په ترڅ کې د نوامبر تر لسمې نیټې د ارمنستان سره د اوربند او اشغال د پایته رسولو د تړون تر لاسلیکولو پورې ۲۷۸۳ تنه سرتیري په شهادت رسیدلي دي او ۱۲۴۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
په بیان کې راغلي دي چې د شهید شوو سرتیرو هویت تر اوسه پورې تثبیت شوی ندی. د ۱۰۳ تنو د ډي ان اې معاینات دوام لري. همداشان څه باندې ۱۰۰ تنه سرتیري لا درکه دي چې د موندولو په خاطر يي هلې ځلې دوام لري.
په بیان کې راغلي دي چې د شهید شوو سرتیرو نومونه او رتبې به وروسته د هیوادوالو سره شریک کړي.
د ویلو ده چې د اذربایجان وسله والو ځواکونو د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۲۷ مه نيټه د ارمنستان لخوا د اذربایجان په خاوره د بریدونو نه وروسته د متقابلو عملیاتو د پیلولو نه وروسته د ارمنستان تر اشغال لاندې ۵ ستر ښارونه، ۴ ولسوالۍ او ۲۸۶ کلي وژغورل. همداشان پدې عملیاتو کې ارمنستان ماتې منلو او د اشغال کړو خاورې نه وتو هم اړ کړ.
اذربایجان د نوامبر په لسمه نیټه د روسیې په منځګړتوب د ارمنستان سره د اوربند او قره باغ د اشغال د پایته رسولو تړون لاسلیک کړ.
ددې تړون له مخې ارمني ځواکونه د قره باغ د اغدام ، کلبیجر او لاچین د ښارونو نه ووتل.
اړوند خبرونه
اذربایجان د قره باغ په جګړه کې د پوځ د ځاني تلفاتو وروستۍ شمیره اعلان کړه.
اذربایجان د قره باغ په عملیاتو کې د خپل پوځ د ځاني زیانونو شمیره اعلان کړه