ارمنستان ځواکونه د اذربایجان د قره باغ د سیمې د کل بیجر د ښار نه ووتل.
ارمنستان وسله والو ځواکونو د قره باغ نه په وتو پيل کړی دی
د اذربایجان، ارمنستان او روسیې ترمنځه په قره باغ کې د اوربند او اشغال د پایته رسولو په موخه د لاسلیک شوي تړون له مخې ارمني ځواکونه کل بیجر د ښار نه ووتل.
د تړون د شپږمې مادې له مخې به ارمني ځواکونو ته د کل بیجر ښار نه د وتو په خاطر د نوامبر تر ۱۵ مې نیټې او د لاچین ښار نه د وتو لپاره د دسمبر تر لومړۍ نیټې مهلت ورکړ شوی دی.
د بله پلوه د اذربایجان د وسله وال پوځ لخوا ۲۸ کاله وروسته د ارمنستان د اشغال نه ژغورل شوي د شوشا په ښار کې د جوماتونو د منارو نه د آذان غږ اوچت شو.
د شوشا ښار د تاریخي او کولتوري پلوه د اذربایجان کولتوري او تاریخي مرکز بلل کیږي. همداشان دا چې دا ښار د قره تر ټولو ستر د خان کیندي د ښار په لویه لاره کې موقعیت لري د جغرافیوي موقعیت له امله هم ځانګړی اهمیت لري.
شوشا ښار د قره باغ د زړه په توګه یادیږي. همداشان د اذربایجان د ځواکونو لخوا د شوشا د ښار د نیولو نه وروسته ارمنستان خپلې ماتې منلو او اعلانولو ته مجبور شو. دې ښار د ارمنستان ملا ماته کړه.
د شوشا ښار د ۱۹۹۲ میلادي کال د مې په ۸ مه نیټه د ارمني ځواکونو لخوا اشغال شوی وو چې پوره ۲۸ کاله وروسته ازاد شو.
اړوند خبرونه
اذربایجان د قره باغ په جګړه کې د پوځ د ځاني تلفاتو وروستۍ شمیره اعلان کړه.
اذربایجان د قره باغ په عملیاتو کې د خپل پوځ د ځاني زیانونو شمیره اعلان کړه