ارمنستان بالاخره په قره باغ کې خپل ماتې ومنله .

ارمنستان باالاخره ماتې قبوله کړه او قره باغ يي اذربایجان بیرته سپارل ومنل

1524813
ارمنستان بالاخره په قره باغ کې خپل ماتې ومنله .

 

د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان وویل چې د قره باغ د جګړې د پایته رسولو په خاطر يي د روسیې او اذربایجان د ولسمشرانو سره ۹ ماده يي  تړون لاسلیک کړ.

اذربایجان او ارمنستان د روسیې په منځګړتوب په قره باغ کې د جګړې د پایته رسولو په خاطر په تفاهم ورسیدل او تړون يي لاسلیک کړ.

د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف د ارمنستان سره د لاسلیک کړي تړون جزیات اعلان کړ.

هغه خپل ملت ته په خطاب کې په وینا کې وویل چې ددې تړون له مخې  په قره باغ کې د نوامبر په لسمه نیټه د مسکو په ځايي وخت  د شپې د ۱۲ بجو نه په اعتبار سره اوربند اعلان شو.

علي یف د تړون مادې یوه یوه ولوستې او په اړه يي معلومات ورکړل.

هغه وویل چې ددې تړون له مخې اذربایجان او ارمنستان ځواکونه به په فعلي وضعیت کې پاتې شي . همداشان ارمنستان به د نوامبر په ۱۵ مه نيټه  د کل بیجر او اغدام ټولې سیمې او د دسمبر تر لومړۍ نیټې به د لاچین سیمه په کامله توګه اذربایجان ځواکونو ته وسپاري.

علي یف وویل چې په قره باغ کې به د تماس په کرښه کې او د لاچین په دهلیز کې د روسیې او ترکیې سوله ساتي ځواکونه ځای په ځای شي. پدې سیمه کې به په سپکو وسلو سمبال ۱۹۶۰ تنه روس سرتیري د ۹۰ زغروالو  پرسونل موټرو سره ځای په ځای شي.

همداشان د تړون د عملي کولو نه د څار او کنټرول مرکز به جوړ شي.

د اوربند د څار په خاطر به هم د کنټرول مرکز جوړ شي. پدې مرکز کې به د ترک او روس سرتیري په ګډه دنده ترسره کړي.

همداشان بې ځایه شوي او کډوال به د ملګروملتونو سازمان تر څار لاندې قره باغ او شاوخوا سیمو ته راستانه شي. همداشان د اسیرانو او جنازو تبادله به هم ترسره شي.

 

هغه وویل چې په قره باغ کې به د روسیې  سوله ساتي ځواکونو د ماموریت موده پنځه کاله وي. همداشان د پنځو کلونو نه وروسته د دواړو خواوو د اعتراض د نه کولو په صورت کې به   د روسیې د سوله ساتو ځواکونو د ماموریت نیټه وغځول شي.

د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف په خپله وینا کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه د قره باغ د ازادۍ په مبارزه کې د اذربایجان نه د ښودلي قوي ملاتړ له امله مننه وکړه. هغه وویل چې  د نني تړون له مخې به د ترکیې او روسیې سوله ساتي ځواکونه  په ګډه دلته ځای په ځای شي.

الهام علي یف وویل چې اذربایجان دا تړون د اوسپنیز سوک په زور سره په ارمنستان لاسیک کړ.

هغه وویل چې دا تړون د ارمنستان لخوا د ماتې اعلانول دي. ارمنستان ولسمشر پاشینیان دا تړون په خپله خوښه نه بلکې د اوسپنیز سوک په زور لاسلیک کړ.

هغه وویل چې د اذربایجان وسله والو ځواکونو  د سپټمبر د ۲۷ مې نیټې نه په اعتبار سره د پيل کړو پوځي عملیاتو په ترڅ کې تر ننه پورې څه باندې ۳۰۰ سیمې د ارمني ځواکونو نه په ازدولو سره د ارمنستان ملا ماتې کړه.



اړوند خبرونه