د اذربایجان د ځواکونو لخوا ارمني ځواکونو ته پر له پسې ګوزارونه
د اذربایجان پوځ په قره باغ د ارمنستان تر اشغال لاندې د خپلې خاورې د ژغورولو په خاطر د پيل کړو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ارمني ځواکونو یو بل ستر ګوزار ورکړ.
د اذربایجان د دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې نښتې ډیری د اغذره، خوجه ویند، زنګیلان او قوباتلي د سیمو په استقامت کې دوام لري.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې اذربایجان وسله والو ځواکونو د ارمني ځواکونو اړوند ۴ د ګراډ ټوغندیو دستګاوې، یو د دافع هوا پرمختللی سیستم، ۹ مختلف النوع توپونه، دوه د مهماتو ډکۍ لارۍ، نقلیه وسایط او یو زیات شمیر عسکري پرسونل له منځه وړي دي.
اذربایجان ځواکونه پرمختګ او د خپلې خاورې ازادولو ته دوام ورکوي. اذربایجان پوځ په یو زیات شمیر جبهو کې د پرمختګ په کولو سره د ارمني ځواکونو سنګرونه نیولي دي.
د ارمنستان ځواکونه د پر له پسې ګوزارونو نه وروسته د یو زیات شمیر جبهو نه په شا شوي .
همداشان اذربایجان دافع هوا ځواکونو د ارمنستان اړوند یوه کشفي بې پيلوته الوتکه هم له منځه وړې ده .
همداشان یو زیات شمیر وسلې ، مهمات او نقلیه وسایط يي نیولي دي
اړوند خبرونه
اذربایجان د قره باغ په جګړه کې د پوځ د ځاني تلفاتو وروستۍ شمیره اعلان کړه.
اذربایجان د قره باغ په عملیاتو کې د خپل پوځ د ځاني زیانونو شمیره اعلان کړه