اذربایجان ۱۳ نور کلي د ارمنستان د اشغال نه وژغورل

اذربایجان په قره باغ کې د روانو عملیاتو په لړ کې ۱۳ نور کلي هم د ارمنستان د اشغال نه وژغورل.

1511458
اذربایجان ۱۳ نور کلي د ارمنستان د اشغال نه وژغورل

 

د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف د اذربایجان د پوځ لخوا په قره باغ کې ۱۳ نورو کلو د اشغال نه د ازادولو نه خبر ورکړ.

علي یف د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې ارمنستان پوځ د اکتوبر په ۱۸ مه نیټه اعلان شوي انساني اوربند نه یو ځل بیا د سرغړونې سره په اذربایجان کې پر ملکي وګړو د توپخانې بریدونه کړي دي.

پدې بریدونو کې ګن شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددې بریدونو په مقابل کې د اذربایجان پوځ د لازم ځواب د ورکولو سره په قره باغ کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې یو زیات شمیر کلي د ارمنستان د اشغال نه ازاد کړي دي.

علي یوف ویلي دي چې د جبرائیل ولایت د سلطان لي، امیر وارلي، ماشان لي، حسن لي، علي کیهان لي، قوملاق، حاجي لي، ګورچین ویسل لي، نیازګولر، کیچل میمدلي، شاه ولي، حاجي اسماعیل لي او اسحاق لي کلي د ارمنستان د اشغال نه وژغورل.

علي یف یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې قره باغ د اذربایجان دی.



اړوند خبرونه