ملګروملتونو په اذربایجان کې پر ملکي وګړو او سیمو توغندیو بریدونه په کلکه توګه وغندل

ملګروملتونو سازمان د ارمنستان لخوا پر اذربایجان کې په ملکي وګړو او سیمو د توغندیو بریدونه په کلکو ټکو وغندل.

1510643
ملګروملتونو په اذربایجان کې پر ملکي وګړو او سیمو توغندیو بریدونه په کلکه توګه وغندل

 

ملګروملتونو سازمان د ارمنستان او اذربایجان ترمنځه په نښتو کې پر ملکي وګړو د بریدونو په اړه ژوره اندیښنه وښوده او پر ملکي وګړو يي هر ډول بریدونه په کلکه توګه وغندل.

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند فرهان حق د ارمنستان لخوا د اذربایجان د ګینجي په ښار کې پر ملکي سیمو او وګړو د توغندیو د بریدونو په اړه د انادولو خبري اژانس پوښتنې ځواب کړې.  هغه وویل چې د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د ارمنستان او اذربایجان ترمنځه د روانو نښتو او بر ملکي وګړو د بریدونو په اړه ډير زیات اندیښمن دی.

هغه وویل چې ګوتریش د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې کړي او د دواړو خواوو نه يي اوربند کولو او د اوربند د مراعات کولو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې ملګروملتونو سازمان هم د غوښتنې په صورت کې هر ډول مرستې ته چمتو دی.

ویاند وویل چې ددې جګړو اصلي بیه ملکي وګړي پرې کوي. پر ملکي وګړو او ملکي سیمو هر ډول برید په کلکه توګه غندو.

هغه وویل چې د نړۍوالو حقوقو له مخې دواړه خواوو د ملکي وګړو د حفاظت په برخه کې مسئولیتونه لري. ویاند په دواړو خواوو د تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو او سیمه د ناامنیو او بې استقرارۍ پر لورې د راکاږولو نه  د لاس اخیستو غږ وکړ.

هغه په دواړو هیوادونو د اروپا د امنیت او همکاریو د تشکیلاتو د څار لاندې د اوربند په مذاکراتو د پیلولو غږ وکړ.

د ویلو ده چې ارمنستان تیره شپه  د اذربایجان د ګینجې په ښار کې پر ملکي سیمو د توغندیو بریدونه وکړو چې په نتیجه کې ۱۲ تنه مړه او څه باندې ۴۰ تنه ټپیان شوي دي



اړوند خبرونه