آيا د اتاترك مزار مو ليدلى دى؟
د تركيې د جمهوريت د موسس غازي مصطفى كمال اتاترك مزار پدې كوټه كې دى. د مزار شاوخوا د تركيې ۸۲ ولايتونو نه راوړل شوې خاوره په برونزي لوښو كې اېښودل شوې تر څو د ټولې تركيې استازيتوب وكړي.
دا كوټه تل تړلي وي او عادي وكړي يې نشي ليدلى.