د پړانګ لخوا د يوې ښځې د داړلو زړه بوږنوونكې شېبې

د چېن په پلازمېنه بېجېنګ كې په يو ژوبڼ كې يوه ښځه هغه مهال د پړانګ لخوا وداړل شوه چې له موټره ښكته شوه او غوښتل يې چې بېرته سپره شي. 

د امنيتي كمرو ويډيو ښايي چې ښځه د پړانګ لخوا وړل كيږي او ور پسې يې مېړه منډې وهي.

امنيتي چارواكو ويلي دي چې ښځه د پړانګ لخوا وژل شوې ده. 


پيوندونه: پړانګ