د ټرامپ لاس په هوا کې پاتې شو

ولسمشر ټرامپ  د پولنډ د ولسمشر سره د لاس ورکولو نه وروسته  د نوموړي هیواد لومړۍ میرمنې ته  لاس اوږد کړ خو  هغه  پر ځای ددې چې  ټرامپ ته لاس ورکړي  د هغه نه تیره شوه او د ټرامپ  میرمن  میلانیا ټرامپ  ته يي لاس ورکړ.

وروسته يي  بیا  ټرامپ  ته  لاس ورکړ.

د ویلو ده چې  ددینه مخکې  د جرمني  لومړۍ وزیر انګیلا مرکل  امریکا ته د سفر پر مهال  د خبریالانو په مخکې ټرامپ ته د لاس ورکولو په خاطر لاس اوږد کړی وو خو ټرامپ  لاس نه وو ورکړی.

دا ځل  ټرامپ  د ورته  چلند سره مخامخ  شو.


پيوندونه: