د ډګروال پېنګوين سره آشنا شئ

د نيلس اولاو په نامه دا پېنګوين چې د ناورې د هېواد د اوردو نظامي افسر او سمبول دى د ځانګړو تشريفاتي مراسمو په ترڅ كې ورته د ډګروالۍ رتبه وركړل شوه.

نيلس اولاو چې اوسمهال د سكاټلند د اېډنبرګ په ژوبڼ كې شپې سبا كوي ددې هېواد د شاهي ځواكونو سمبوليكه مشري پر غاړه لري. 

دې پېنګوين ته  په ۲۰۰۸م د ناوري د شاهي كورنۍ لخوا د `شواليه` لقب چې زړورو او مهمو شخصيتونو ته وركول كيږي، هم وركړل شوى دى. 


پيوندونه: