د تورکیې سرې میاشتې په افغانستان کې زلزله ځپلو سیمو ته خوراکي توکي لیږلي دي
د تورکیې د سرې میاشتې ادارې د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د تېرې ورځې د ریښتر په کچه د ۶ عشاریه یو په شدت سره زلزلې له امله زیانمنو شویو ۵۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي ولېږل.
د تورکیې د سرې میاشتې ادارې د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د تېرې ورځې د ریښتر په کچه د ۶ عشاریه یو په شدت سره زلزلې له امله زیانمنو شویو ۵۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي ولېږل.
د تورکيې د سرې مياشتې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په سيمه کې د يادې ادارې اړوند ټيمونه د زلزله ځپلو د اړتياوو د پوره کولو لپاره ورغلي دي.
په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې په افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې ټیمونو په زلزله ځپلو سیمو کې ۵۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو کڅوړې استولي او چې زلزله ځپلو سیمو ته له رسېدو وروسته به د مرستو د وېش لړۍ پیل کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د تورکیې د سرې میاشتې ټیمونه به په سیمه کې د اړمنو کسانو لستونه هم برابر کړي.
په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې د اړتیاوو له ارزونې وروسته به د زلزله ځپلو لپاره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د لېږد او د بېړنیو بشري مرستو د رسولو چارې ګړندۍ شي.
په سیمه کې د زلزلې له امله په سلګونو کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
اړوند خبرونه
اردوغان : د ایران او اسرائیلو ترمنځه د کړکیچ یوازینی مسؤل نتنیاهو دی.
د ایران او اسرائیلو ترمنځه د کړکیچ یوازینی مسؤل د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو دی.