ترکیې پر ایراني ځواکونو برید وغنده
ترکیې په ایران کې په سپاه پاسداران ځواکونو ترسره شوی ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغنده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره دا برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې « په ډیرې خواشینۍ سره مو د سیستان بلوچستان په ولایت کې د سپاه پاسداران ځواکونو د لیږد په بس موټر د ځانمرګي برید چې په ترڅ کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خبرترلاسه کړ.
ترکیه دا منفور ترهګری برید غندي. د پيښې قربانیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت، ټپیانو ته د عاجلې شفاء ، د قربانیانو کورنیو ، د ایران حکومت او ملت ته د صبرجمیل غوښتنه کوو او د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوو.»
د یادولو وړ د ه چې تیره شپه د ایران په سویل ختیځ کې د سیستان بلوچستان د ولایت اړوند د زاهدان په ښار کې د سپاه پاسداران د ځواکونو اړوند د قدس ځواکونو د لیږد په بس د موټر پر مټ ځانمرګی برید وشو چې له امله يي ۲۷ تنو ژوند سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.