ولسمشر اردوغان سبا روسيي ته سفر کوي

روسیه  سبا  یو ځل بیا  د سوریې په اړه د درې اړخیزې سرمشریزې کوربه توب کوي.

ولسمشر اردوغان سبا روسيي ته سفر کوي

 

د ترکیې، ایران او روسیې  ولسمشران  سبا  د روسیې د سوچي په ښار کې سره  راټولیږي.

مشران  به  سبا  د سوچي په ښار کې  د سوریې د ادلب په ښار کې په روان تاوتریخوالي، د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو په مسئلې  او د نوي اساسي قانون د لیکلو د کمیټې په چارو خبرې وکړي.

د سوریې په اړه د استانه  د بهیر  ضمانت کوونکي هیوادونه  ترکیې ، روسیې او ایران ولسمشران  سبا  د سوریې اړوند د څلورمې سرمشریزې په ترڅ کې په سوچي کې سره  راټولیږي.

د روسیې ولسمشر  ولادیمیر پوتین به د سوچي د سرمشریزې په چوکاټ کې د ترکیې او ایران د ولسمشرانو سره  جلا جلا لیدنې هم  وکړي.

 تمه کیږي  چې د ترکیې، روسیې او ایران  ولسمشران  به  پدې سرمشریزه کې یو ځل بیا د سوریې په ارضي تمامیت  ، مځکنۍ بشپړتیا، د ترهګرۍ او ددې هیواد د ویشلو پر خلاف  ګډ نظر  بیان کړي او د همکارۍ ژمنه تازه کړي.

د یادولو وړ ده چې  د سوریې په اړه  تیره  درې اړخیزه سرمشریزه  د ۲۰۱۸ میلادي کال د سپټمبر په ۷ مه نیټه  په تهران کې جوړه شوې وه.

په تیره سرمشریزه کې  په ادلب د بمباریو  د مخنیوي او تاوتریخوالي د کمولو په مسلې  ډیر زیات ټینګار شوی وو. همداشان د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په ادلب کې د نږدې ۴ میلیونو تنو  بې ګناه انسانانو د ژوند  د ژغورنې په خاطر  د اوربند غوښتنه کړې وه.

همداشان  ددې سرمشریزه نه لس ورځې وروسته  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روسیې د سوچي په ښار کې  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  د اوربند په خاطر مطابقت  لاسلیک کړ.

د نوموړي مطابقت  له مخې  په ادلب کې میشتو ټولو مخالفو ډلو خپلې درندې وسلې د ښار نه  وویستې  او په سیمه کې نثبي ارامي رامنځته شوه. همداشان  یو زیات شمیر بې ځایه شوي خلک بیرته خپلو کورونو ته  راستانه شوي وو  خو لنډه موده وروسته د سوریې رژیم  او ایران پلوه  بهرنۍ ترهګرو ډلو  په ملکي وګړو  بریدونه پيل کړل.

د سبا ورځې په سرمشریزه کې به په خاصه توګه  په سوریه کې د ایران پلوه  بهرنیو ترهګرو ډلو په اړه خبرې وشي.

نوموړې  ترهګر په سیمه کې  د تاوتریخوالي د کچې د لوړولو هڅه کوي. نوموړو ترهګرو یواځې پرون  د ادلب پر ښار  سل راکټونه توغولي دي.

د بله پلوه روسیه  په سیمه کې  د نښتو اصلي لامل  د تحریر الشام  ډله بولي . روسیې ترکیې ته څو ځله د تحریر الشام د ډلې پر خلاف د عملیات  وړاندیز وکړ خو ترکیه په سیمه کې د هر ډول  بحران د مخنیوي په خاطر عملیات نه ترسره کوي.

د ویلو ده چې  د ترکیې، روسیې او ایران ولسمشران به د سوریې نه د امریکايی ځواکونو د وتو او د فرات سیند ختیځې برخې د ترهګرو نه د تصفیه کولو په خاطر د ترکیې لخوا د عملیاتو په مسلې به هم  خبرې وکړي.

روسیه  په پرنسیب کې  د ترکیې ددې عملیاتو  سره مخالفت نکوي خو په اصل کې دا سیمه د روسیې رژیم ته د سپارولو غوښتنه کوي.

ترکیه بیا د هسکې په څیر  د رژیم  او وای پ جي ترهګرو  ترمنځه د همکاریو په اړه اندیښنه لري.

ترکیه  د اسد د رژیم په مرسته په سیمه کې د وای پ جي ترهګرو د ریښو ځغلولو د مخنیوي په خاطر تدابیرو نیولو پیل کړی دی.


پيوندونه: سوچي , سوریه , ترکیه , روسیه

اړوند خبرونه