ولسمشر اردوغان : ترکیه د کردانو سره هیڅډول ستونزه نلري

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه  د کردانو سره  کومه ستونزه  نلري. د پ ک ک  او پ وای ډي ترهګرو ډلو نه  د کردانو د استازو  په توګه یادونه  ستره خطا  ده.

ولسمشر اردوغان : ترکیه د کردانو سره هیڅډول ستونزه نلري

 

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  د امریکا متحده ایالتونو د سوداګرۍ خونې او د ترک امریکن د شورا د غړیو سره  په لیدنه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې او امریکا  ترمنځه  اړیکې  د ټولو امتحانانو، ستونزو او مشکلاتو نه  په ډیر بریالۍ توګه  بهر شوي دي. نن ورځ  ددې دوو متحدو هیوادونو ترمنځه  د متقابلو ګټو پر بڼسټ ولاړې، قوي او هر اړخیزې  اړیکې  شتون لري.

سره ددې چې  ځینو  وخت  په بعضو  مسلو کې  زمونږ  ترمنځه اختلاف  د نظر  پيدا کیږی  خو بیا هم  په مجموع کې  زمونږ  اړیکې  ډيرې قوي او مضبوطې دي. ډیر زیات  مشکلات او ستونزې مو په ګډه سره  حل کړي دي.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې په سوریه کې د هغو سیمو نه چې د امریکا متحده ایالتونو  ځواکونه  وځي  ترکیه  د ترهګرو پر وړاندې مبارزې ته چمتو ده.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیې  امریکا ته د داعش پر خلاف په مبارزه کې  د هر ډول  ملاتړ  او ګډو عملیاتو  وړاندیز وکړ خو  امریکا  دا عملیات  د  پ ک ک او پ وای ډي ترهګرو ډلو سره په ګډه ترسره کړل. پوره باور لرم چې  ددې مسلې  پړسوب نه  کلونه کلونه  وروسته  راښکاره شي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه  ټولو هغه  ترهګرو ډلو او سازمانونو  پر خلاف  چې زمونږ  او د سیمې  امنیت ته يي ګواښ مخامخ کړی وی  په ډیر قاطعیت سره  مبارزې ته دوام ورکوي.

هغه وویل چې  د امریکا متحده ایالتونو د پخواني  حکومت ځینې پاتې شوني  هڅه کوي چې د داعش ترهګرې ډلې  ځای  د نورو  ترهګرو ډلو  چې لاسونه يي په وینو سره دي  ډک کړي . دوې خپل دې هدف ته د رسیدو په خاطر  د ترکیې پر خلاف  تبلیغات  او پروپاګند کوي.

د پ ک ک او پ وای ډي  ترهګرو ډلو نه  د کردانو  د استازو  په توګه یادونه په اصل کې  ډیره ستره خطا  او اشتباه ده. لکه څرنګه چې ټول پوهیږي  د داعش ترهګرې ډلې نه  تښتیدلي  زمونږ  کرد  ورونو یواځې او یواځې ترکیې ته پناه  راوړې . ترکیې ورته  خپل غیږ  پرانیستې ده .

ولسمشر اردوغان  د امریکا لخوا په سوریه کې د ترهګرو ډلو سره  د وسلو په مرستې د نیوکې سره وویل « د خواشینۍ خبره خو داده  چې  امریکا  اوس هم  دوې د ترهګرو په توګه  نه مني. زمونږ  ستونزه همدلته ده. که چیرې  د سوریې د بشري مرستو په اړه  فکر کوو  نو  د امن په جوړیدونکې سیمه کې باید د کډوالو لپاره  استوګنځایونه  جوړ کړی شي. دا سیمه  باید کډوالو ته ځانګړې کړی شي. »



اړوند خبرونه