د مزار شریف او استانبول ترمنځه هوايي دهلیز پرانیستل شو

د افغانستان په شمال کې د بلخ  او استانبول ترمنځه  هوايي  دهلیز  پرانیستل شو.

د مزار شریف  او استانبول ترمنځه هوايي دهلیز پرانیستل شو

 

د ترکیې  هوايي چلند ملکي شرکت ترکش ایرلاین د استانبول  بلخ  او بلخ  استانبول  په مخامخ  الوتنو پيل وکړ.

همداشان د ترکش ایرلاین  الوتکې به  د افغانستان  توکي  د اروپا بازارونو ته انتقال کړي.

پدې اړه نن  لومړنی ګام اوچت شو. ترکش ایرلاین د بلخ نه مخامخ استانبول ته خپله لومړنۍ الوتنه ترسره کړه. الوتکې  په ډیره  برخه  د افغانستان سوداګري توکي  استانبول ته  راانتقال کړل.

پدې اړه  د مزار شریف په نړۍوال هوايي ډګر کې ځانګړي مراسم  جوړ شوي وو.

د مزار شریف والي  اسحاق راهګذر  پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې  حکومت  د افغانستان د سوداګریزو توکو د صادراتو د ودې په برخه کې ډیر مهم ګامونه اوچت کړي دي.

هغه وویل چې  افغانستان نن ورځ  خپل توکي د مځکې، هوا او سمندر له لارې  نړۍ بازارونو ته  صادروي. دا خبره  به د هیواد د اقتصاد ته  ډیره زیاته مرسته وکړي.

والي وویل چې  د ترکش ایرلاین الوتکه  به نن  د افغانستان پنځه ټنه  وچه میوه د استانبول له لارې  د انګلستان پلازمینې لندن ته  انتقال کړي.

همداشان  په مزار شریف کې د ترکیې جنرال قونسل شوقي سیچکین الپای  پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې  ترکان او افغانان سره  ورونه او دوست  ملتونه دي. ددې دوو ملتونو ترمنځه ډیر قوي  تاریخي  او کولتوري اړیکې  او ریښې شتون لري.

هغه وویل زمونږ  ترمنځه  اقتصادي همکاري د هر کال په تیریدو سره لا د ودې په حال کې دي. دا همکاري زمونږ  د هیوادونو سربیره د سیمې د رفاح  او پرمختګ سره  ډیر زیاته مرسته کوي.

هغه وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د ثبات، پرمختګ او امنیت  د یو بل سره  ډیرې قوي اړیکې لري. همداشان  رفاح او ثبات  امنیت سره  ډیره مرسته کوي.

هغه وویل چې  استانبول او بلخ ښارونو ترمنځه په مستقیمه توګه  د الوتنو پیلیدل  او د دواړو هیوادونو ترمنځه  د هوايي دهلیزونو پرانیستل او سربیره پر دې  د تیر کال د دسمبر په میاشت کې  افغانستان د مځکې له لارې د نړۍ سره نخلیدل  د خوښۍ ځای دی. ددینه وروسته به  د ترکیې هوايي کرښو شرکت  د افغانستان سوداګریز توکي د نړۍ ګوټ ګوټ انتقال کړي.

 



اړوند خبرونه