د عراق ولسمشر ترکیې ته راغی

د عراق ولسمشر د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته د لومړي ځل لپاره د ترکیې نه لیدنه وکړه

berhem salih-erdogan2.jpg
berhem salih-erdogan1.jpg

د عراق ولسمشر بهرام صالح  د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغی.

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان  د عراق  د ولسمشر نه  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وکړ.

میلمه ولسمشر  د ولسمشرۍ د تشریفاتو قطعه  چې د ۱۶ ترکي دولتونو په استازیتوب  عسکري جامو لرونکو  کسانو هم  پکې  شتون  درلود  د  معاینې نه وروسته د ولسمشر اردوغان سره  دوه په دوه  لیدنه وکړه.

د دوه په دوه لیدنې نه وروسته  دواړو ولسمشرانو په ګډه خبري غونډه کې  ګډون وکړ.

د عراق د ولسمشر د هر کلي په مراسمو کې  د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار، سوداګرۍ وزیرې رخسار پیکجان، کرنۍ او ځنګلونو وزیر بکر پک دیمیر، د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند  ابراهیم قالن، د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتو رئیس فخرالدین التونک، د دفاعي صنایعو د ریاست رئیس اسماعیل دیمیر او د انقرې والي  واصف شاهي هم ګډون کړی وو.



اړوند خبرونه