ترکیې د سوریې د عفرین په سیمه کې یو مجهز روغتیايی کلینیک جوړ کړ

ترکیې  د سوریې د عفرین  ولسوالۍ د راجو په کلي کې  یو صحي  کلینیک  جوړ کړ.

racu saglik merkezi2.jpg
racu saglik merkezi1.jpg

 

نوموړي  کلینیک  د سیمې خلکو ته  د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو پیل وکړ.

دا  کلینیک  د داخله، نسايي ولادي، ماشومانو ناروغۍ  ، غاښونو ، مجهز لابراتوار  او درملتون سره  د سیمې خلکو ته  په وړیا توګه  روغتیايي خدمات  وړاندې کوي.

د ویلو ده چې  د راجو د سیمې خلک  د عفرین  ښار مرکز ته  د  تلو پرته  اوس کولای شي چې  پدې کلینیک کې  تداوي شي.

د یاد شوي  روغتیايي کلینیک  مشر  سعد احمد خبري رسنیو ته ویلي دي چې  ددې سیمې خلک  د عفرین ښار مرکز ته د تلو راتلو په برخه کې  د جدي ټرانسپورتي ستونزو سره  لاس او ګریوان  دي. 

دوی به  په ډیرو مشکلاتو خپل ناروغان د درملنې په خاطر  د عفرین ښار مرکز ته  انتقالول  چې دادی  ددې  کلینیک سره  به ددوې ټولې ستونزې حل شي. اوس ددې سیمې خلک  خپل ډیری روغتیايي خدمات  ددې کلینیک نه ترلاسه کولای شي.

هغه وویل چې  دا کلینیک په کامله توګه په وړیا توګه  روغتیايي خدمات وړاندې کوي. حتا  درمل هم  په وړیا توګه خلکو ته ورکوي.

هغه  د ترکیې  د حکومت او روغتیا  د وزارت نه مننه وکړه او وویل چې  دوې  د راجو د سیمې خلک  د ډیر ستر مشکل نه  وژغورل .



اړوند خبرونه