په وان ولايت کې د نا قانونه افغان کډوالو موټر چپه شو

په وان ولايت کې د افغان کډوالو د سپرلۍ موټر چپه شو

په وان ولايت کې د نا قانونه افغان کډوالو موټر چپه شو

 د ترکيې د وان په ولايت کې د ناقانونه افغان کډوالو د موټر د چپه کيدو له امله ګن شمير کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

د وان ولايت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې پيښه د وان ولايت د باغچه سرای په لويه لاره کې د نامعلوم لامل له امله رامنځته شوې ده.

د پيښې د رامنځته کيدو نه وروسته ګن شمير امبولانسونه او پوليس سيمې ته ورسيدل. 

د پيښې قربانيان په ډير کمتريت فرصت کې روغتون ته انتقال شوي دي. 

د روغتون د چارواکيو په وينا پدې پيښه کې لږ تر لږه ۴ تنه مړه او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

پوليسو د پيښې په اړه د تحقيقاتو د پيلولو نه خبر ورکړی دی.



اړوند خبرونه