د کندهار د تیرې ورځې د برید په اړه د ترکیې غبرګون :

ترکیې  تیره  ورځ  د افغانستان د کندهار د ولایت په مقام کې  پر امنیتي غونډې  ترسره شوی  وحشیانه  برید  په کلکو ټکو وغنده.

د کندهار د تیرې ورځې د برید په اړه د ترکیې غبرګون :

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ددې پيښې په اړه  د تسلیت  پيغام خپور کړ. په پیغام کې راغلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره  مو  تیره ورځ د کندهار ولایت په مقام کې  پر امنیتي غونډې چې د والي په مشرۍ  او په افغانستان د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت د مشر سکاټ میلر  او نورو جګپوړو امنیتي چارواکیو په ګډون جوړه شوې وه  د وسله وال برید په اړه چې په ترڅ کې  د امنیې قومندان  او د ملي امنیت مشر  په ګډون ګن شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی  خبری ترلاسه کړ.

ترکیه  په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت  په لاره کې  د روانو هلو ځلو  پر وړاندې  خنډ جوړونکي دا ډول  وحشیانه  بریدونه په کلکو ټکو غندي.

ترکیه  ددې پيښې قربانیانو ته  د الله د دربار څخه د مغفرت او رحمت  او  ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوي.

ترکیه  ددې پيښې  په اړه د افغانستان ملت او حکومت ته  تسلیت  مراتب وړاندې کوي.

د یادولو وړ ده چې پرون  د ماسپخین په ساعتونو کې د کندهار ولایت  په مقام کې  پر امنیتي غونډې چې د والي په مشرۍ  جوړه شوې وه  او د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت مشر جنرال سکاټ میلر او  د لوړ پوړو امنیتي چارواکیو پکې ګډون کړی وو  خونړی وسله وال برید وشو.

پدې برید کې  د کندهار ولایت د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق  اڅکزی  او د ملي امنیت مشر عبدالمومن حسین خیل  ژوند د لاسه ورکړ  او د والي په ګډون  ګن شمیر کسان ټپیان شول.

پدې برید کې  امریکايي جنرال سکاټ میلر ته  هیڅډول زیان  ندی رسیدلی دی.

په برید کې د ۳ تنو امریکايي سرتیرو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

د برید مسئولیت طالبانو په غاړه واخیست.



اړوند خبرونه