د قاشقچي د مسلې په اړه تحقیقات دوام لري

د قاشقچي د مسلې په اړه د سعودي عربستان د جنرال قونسلګرۍ د ودانۍ نه وروسته داځل د جنرال قونسل په اقامتګاه کې پلټنې کیږي

د قاشقچي د مسلې په اړه تحقیقات دوام لري

په استانبول کې د سعودي عربستان د جنرال قونسل په اقامتګاه کې  د سعودي ژورنالست جمال قاشقچي  د تري تم کیدو د پیښې په تړاو  ترسره کیدونکې پلټنې  وځنډول شوې.

پرون  په پام کې وه چې  په استانبول کې د سعودي عربستان د جنرال قونسل په اقامتګاه کې  پلټنې وشي چې  د ماښام په ساعتونو کې  د پلټنو د ځنډولو  پریکړه وشوه.

د یادولو وړ ده  چې  د ترکیې د جنایي جرمونو  د تحقیقاتو ځانګړو پولیسو او پيښې د ځای د څیړنې  متخصصې ډلې  د تیرې دوشنبې پر ماښام  د ۹ ساعتونو لپاره  د سعودي عربستان په جنرال قونسلګرۍ کې پلټنې وکړې.

څیړونکې ډلې  د لومینول په نامه  د یو ځانګړي میتدو نه په استفادې سره  د مخصوصې  رڼا  او  کیمیايي موادو په مرسته  د ودانۍ نه  یو زیات شمیر د ډ ان ای  نمونې راټولې کړې.

سربیره  پر دې  د قونسلګرۍ  او په شاوخوا کې  د نورو ودانیو  د کانالیزسیون  نه هم  ډیرې زیاتې نمونې راټولې شوې.

پولیسو  او څیړونکې ډلې  د قونسلګرۍ د ودانۍ  د باغچې نه  د خاورې  نمونه  او ټولې کثافات دانۍ  د لا زیاتو تحقیقاتو په خاطر  له ځان سره  یوړې.

ټولې دلایل  او نمومې  د پولیسو کریمینال  لابراتوار ته  استول شوي دي.

د ویلو ده چې  په پام کې ده چې  د سعودي عربستان د قونسلګرۍ اړوند په ګراچونو  او د اوبو په کوهي کې هم  هر اړخیزې څیړنې وشي.

د بله پلوه  په استانبول کې د سعودي عربستان  جنرال قونسل  تیره ورځ  خپل هیواد ته سفر وکړ.

د استانبول  پولیسو ویلي دي چې  دا مسله به  د څیړونو پر وړاندې هیڅډول خنډ نشي رامنځته کولای .



اړوند خبرونه