ترکیې د هلمند د تیرې ورځې برید په کلکو ټکو وغنده

ترکیې  د افغانستان په هلمند  ولایت کې د ټاکنیز کمپاین پر دفتر  خونړی برید په کلکو ټکو وغنده.

ترکیې د هلمند د تیرې ورځې برید په کلکو ټکو وغنده

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خپور کړي بیان کې  د نوموړي  خونړي او وحشیانه برید په اړه  ژوره خواشیني ښودلې ده .

په بیان کې  راغلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره مو  تیره ورځ د ورور او دوست هیواد  افغانستان د هلمند په ولایت کې  د یو کاندید پر ټاکنیز مرکز  د برید  چې له امله يي ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده  خبر ترلاسه کړ. ترکیه دا وحشي  او ضد انساني  برید په کلکو ټکو غندي ، د پيښې قربانیانو ته د الله د دربار څخه  د رحمت او مغفرت، ټپیانو ته د عاجلې شفاء، د قربانیانو کورنیو او افغان ملت ته  د صبر  او  حکومت  ته  د تسلیت مراتب وړاندې کوو.

د ویلو ده چې تیره ورځ د افغانستان  د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې  د صالح محمد اڅکزي په نامه  د نوماند وکیل  د ټاکنیز کمپاین پر دفتر  برید وشو چې له امله يي ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ  او ۱۱ تنه نور ټپيان شول.



اړوند خبرونه