ترکیه کې د کورنو یا نورو اموالو په رانیول، پلورلو او کرا کې د بهرنیو کرنسیو په کارولو بندیزولګول شو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د بهرنیو کرنسیو یا اسعارو په اړه  خپله وروستۍ پریکړه وکړه.

ترکیه کې د کورنو یا نورو اموالو په رانیول، پلورلو او کرا کې د بهرنیو کرنسیو په کارولو بندیزولګول شو

 

د ترکېې ولسمشر اردوغان  د صادر کړي وروستي فرمان له مخې  په هیواد کې په منقول او غیرمنقول اموالو د پلور پیر او کرا کې  د بهرنیو کرنسیو  یا اسعارو په کارولو  بندیز ولګول.

د ولسمشر اردوغان لخوا صادر شوی تقنینی فرمان  په رسمي جریده کې  خپور شو.

د فرمان له مخې ددینه وروسته په ترکیه کې د منقول او غیرمنقول اموالو په پیر پلور او کرا کې  د بهرنیو کرنسیو یا اسعارو نه په استفادې  بندیز ولګول شو.

د ویلو ده چې  فرمان  د صادر د نیټې نه د نافذ شوی دی.

همداستان د فرمان له مخې  ددینه مخکې  په بهرنیو کرنسیو لاسلیک شوي قراردادونه باید  د ۳۰ ورځو په دننه کې په ترکي لیرو  واړول شي.


پيوندونه: بندیز , ایرو , ډالر , ترکیه

اړوند خبرونه