په ترکیه کې یو ځل بیا په لسګونو تنه ناقانونه افغان کډوال ونیول شول.

په ترکیه کې هره ورځ په لسګونو تنه ناقانونه کډوال نیول کیږي

په ترکیه کې یو ځل بیا په لسګونو تنه ناقانونه افغان کډوال ونیول شول.

په ترکیه کې یو ځل بیا په لسګونو تنه ناقانونه افغان کډوال ونیول شول.

د ترکیې د وان په ولایت کې  په یو  کوچني ۱۴ کسیز  مینې بس موټر کې  ۵۲ تنه ناقانونه کډوال ونیول .

د وان  ولایت  پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  امنیتي ځواکونو د وان ولایت د توشبا  د ولسوالۍ د ګیدیک بولاک په سیمه کې  په یو ۱۴ کسیز میني بس موټر کې  ۵۲ تنه ناقانونه کډوال ونیول.

پولیسو ویلي دي چې  ناقانونه کډوال د تحقیقاتو په خاطر د یادې شوې ولسوالۍ  د ژاندارم  قومندانۍ ته  واستول شو.

د کډوالو د لومړنیو تحقیقاتو نه وروسته  د کډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته  وسپارل شول.

همداشان  د ترکیې د ازمیر په ولایت کې هم  ۴۶ تنه ناقانونه افغان کډوال له مرګه وژغورل شول.

د ازمیر ولایت د سواحلو د امنیت د قومندانۍ ویلي دي چې ددوې ځواکونو  ۴۶ تنه افغان کډوال چې د یوې کوچنۍ پلاستیکي  کښتۍ سره  یونان ته د تیریدو هڅه کوله  او په سمندر کې  د ډوبیدو د ګواښ سره مخامخ ول  وژغورل.

په ژغورل شوو کډوالو کې ۱۵ تنه ماشومان او ۲۲ تنه ښځې  دي. نیول شوي کډوال د ازمیر ولایت د کډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته سپارل شوي دي

نیول شوي کډوال به د قانوني مراحلو نه وروسته  خپلو خپلو هیوادونو ته  واستول شي.



اړوند خبرونه