په وان ولایت کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

په ترکیه کې یو ځل بیا په لسګونو تنه ناقانونه افغان  او پاکستاني کډوال ونیول شول.

په وان ولایت کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

 

د وان ولایت د امنیتي سرچینو د خبر له مخې  د ژاندارم ځواکونو  د باش کلا په ولسوالۍ کې ۵۱ تنه ناقانونه کډوال چې د قاچاقي لارو څخه  ترکېې ته راننوتي وو ونیول.

سرچینې ویلي دي چې نوموړي کډوال  د ایران له لارې ترکیې ته راننوتي وو چې د کاشکول  په سیمه کې ونیول شول.

د وان ولایت د ژاندرم  قومندانۍ ویلي دي چې نیول شوو کډوالو سره  د خوړو د مرستې نه وروسته  د روغتیايي معاینې په خاطر  د باشک کلا  دولتي روغتون ته  یوړل شول.

نیول شوي کډوال د روغتیايی معاینې نه د تیریدو نه وروسته  د وان ولایت د کډوال د چارو ریاست ته  وسپارل شول.

د ویلو ده چې نیول شوو کډوال کې یوه میندواره  میرمن هم  شتون درلود چې هغه  د لا زیاتو  معایناتو په خاطر  په روغتون کې بستري کړی شوه.

همداشان د هتای ولایت د التن اوزو په ولسوالۍ کې هم  ۲۱ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.

نیول شوي  کډوال  د هتای ولایت  د ژاندارم  قومندانۍ ته تسلیم شوي دي.



اړوند خبرونه