ترکیې لومړنۍ ملي چورلکې لومړنۍ الوتنه په بریالیتوب سره وکړه

په ترکیه کې جوړه شوې  لومړنۍ  ملي  هیلي کوپتر  ټي ۶۲۵ لومړني الوتنه  په بریالیتوب سره  ترسره کړه.

ترکیې لومړنۍ ملي چورلکې لومړنۍ الوتنه  په بریالیتوب سره وکړه
د ترکیې لومړنۍ ملي چورلکې ټول امتحانونه په بریالیتوب سره  سرته ورسول
د ترکیې لومړنۍ ملي چورلکې ټول امتحانونه په بریالیتوب سره سرته ورسول

د ترکیې لومړنۍ ملي چورلکې  لومړنۍ لومړنۍ الوتنه په بریالیتوب سره  سرته ورسوله.

 

د ترکیې د دفاعي صنایعو  د ادارې  رئیس  اسماعیل دیمیر خبري رسنیو ته وویل چې دا هیلي کوپټر په کامله توګه  په ملي امکاناتو  جوړه شوې  چې لومړنۍ الوتنه په بریالیتوب سره  ترسره کړه.

هغه وویل چې دا چورلکه  د هوا په هر ډول  شرایطو ، هر ډول  جغرافیوي موقعیتونو ، ډیر زیات تودوخي  کې شپه او ورځ  د الوتنې په ظرفیت  جوړه شوې ده .

د ویلو ده چې ددې چورلکې  نه به د  مهمو میلمنو د انتقال، کارګو، هوا امبولانس، ژغورنې عملیات  او  یو زیات شمیر نورو برخو کې  استفاده وشي.

دا چورلکه    د دوو تنو پیلوټانو  او ۱۲ تنو نورو مساپرو د انتقال په ظرفیت جوړیږي.

ددې چورلکو عمومي  تولیدات به په ۲۰۲۱ کال کې پيل شي.

دا چورلکې  د ترکیې د وسله وال پوځ او نورو ادارو د اړتیاوو  د پوره کولو په خاطر  طرحه او ډیزاین شوي دي.

ددې چورلکو  د جوړولو چارې په ۲۰۱۰ کال کې پیل شوې وې.


پيوندونه: ملي چورلکه , ترکیه

اړوند خبرونه