د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ترک تباره ملتونو  د شورا په شپږمه عالي سرمشریزه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان ترک تباره هیوادونو شورا ته ډیر مهم وړاندیز وکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ترک تباره ملتونو  د شورا په شپږمه عالي سرمشریزه کې ګډون وکړ.

 

د ویلو ده چې دا سرمشریزه  د قیرقیزستان د ولسمشر په کوربه توب  په نوموړي هیواد کې جوړه شوې ده .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  پدې سرمشریزه کې  ګډون کوونکو هیوادونو  ته  یو ډیر مهم وړاندیز وکړ.

ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې  وویل چې«  په نړۍوال تجارت کې  د ډالرو پورې زمونږ  تړاو  د ټولو  لپاره  لوی سرخوږی  جوړ کړی دی. د همدې امله  په خپلو ملي کرنسیو  د تجارت کولو وړاندیز کوم. »

ولسمشر اردوغان  قیرقیزستان ته د خپل سفر په چوکاټ کې  د نوموړي هیواد د روح اردو د کولتور په مرکز کې  جوړه شوې  د ترک تباره ملتونو د شورا په شپږمه عالي سرمشریزه کې ګډون وکړ.

پدې سرمشریزه کې  د اذربایجان، قزاقستان ، اوزبیکستان ، قیرقیزستان، ترکیې  او هنګري  ولسمشرانو ګډون کړی دی.

پدې سرمشریزه کې ترکیې، قزاقستان ، قیرغیزستان او اذربایجان د غړیو هیوادونو په توګه، اوزبیکستان بیا د میلمه هیواد  او هنګري  د ناظر هیواد په توګه ګډون کړی دی.

د قیرغیزستان ولسمشر سورون بای جین بیکوف  د میلمه مشرانو نه  د هر کلي نه وروسته  ټول په ټولنیزه توګه  عکسونه واخیستل.

پدې سرمشریزه کې د ولسمشر اردوغان سره  د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم  ملګرتیا کوي.

ولسمشر اردوغان  سرمشریزې ته په وینا کې وویل « د ترک تبارانو دا  شورا زمونږ  د ټولو  د ګډو هلو ځلو ثمره ده. سربیره پر دې  دا زمونږ  د مشترکو اهدافو  سمبول  دی.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  پدې وروستیو کې  نړۍوال تعاملات، پرنسیبونه او اساسات  د خپلو لاندې کیږي چې دا ډیر زیات د خواشینۍ ځای دی. ځنیې هیوادونه  په نړۍوالو مسلو کې  د ستونزو د حل په خاطر  د ډیپلوماسۍ، مذاکراتو او ډیالوګ پر ځای ګواښونو، فشارونو او تهدیدونو نه کار اخلي.

په تجارت کې د محدودیتونو، ګمرکي مالیو او تحریمونو سره  د کلونو کلونو راهیسې روان تړونونه او توافقنامې  په څو شیبو کې له منځه وړي. خو ددې ټولو سره سره  ترکیه به د نړۍوالې ټولنې سره همغږۍ، ډیپلوماسۍ او د عدالت او حقوقونو نه  دفاع کولو ته دوام ورکړي.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  په نړۍوال تجارت کې  د ډالرو پورې تړاو  نن ورځ  زمونږ  پر وړانډې  په یو لوی خنډ بدل شوی دی. زه ګډون کوونکو هیوادونو ته  په خپلو خپلو ملي کرنسیو د تجارت کولو  وړاندیز کوم. »

همداشان  ولسمشر اردوغان  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  پر خلاف د مبارزې په اهیمت هم  ټینګار وکړ او زیاته کړه « نن ورځ  ددې ترهګریز سازمان  خطراتو  ټولو ته  دا په ډاګه کړه چې باید  ددوې پر خلاف په مبارزه کې  د ذرې په اندازه هم  تعلیق  رانشي. دا مبارزه باید پرته د ځنډه دوام  وکړي. زمونږ  دوستان  هم پدې خبره ډیر ښه پوه  شوي دي. »



اړوند خبرونه