اردوغان : ترکیه به هر څه ژر اس ۴۰۰ دفاعي توغندي ترلاسه کړي

د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د روسیې سره   د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو  تړون  سرته رسیدلی  او هر څه ژر به  دا دفاعي سیستم  ترلاسه کړو.

اردوغان : ترکیه به هر څه ژر اس ۴۰۰ دفاعي توغندي ترلاسه کړي

 

هغه وویل چې  د ترکیې  سره په جدي توګه  تبعیض او بې عدالتي روانه ده. د همدې امله  پرې اقتصادي فشارونه  راوړل کیږي. هغه وویل چې هر څه ژر به  اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو  سیستم  ترلاسه کړو.

هغه  د ډالرو پر وړاندې د ترکي لیرو د ارزښت د راټیټیدو  په اړه وویل « د هر څه وکړي زمونږ د  ۲۰۲۳ کال اهدافو ته د رسیدو مخه نیولی نشي. »

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  د ترکیې د بالکیسیر په ولایت کې  د عالي مسلکي حربي ښوونځي  نه  د خورد ضابطانو   د فراغت په مراسمو کې وکړې.

هغه وویل چې  ترکیه  نن ورځ دفاعي سیستم ته  ډیر جدي اړتیا لري. د ځان نه د دفاع په خاطر  دا سیستم  زمونږ لپاره  جدي اړتیا ده. لکه څرنګه چې پوهیږۍ  ترکیه نن وءځ  د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې یواځې پریښودل شوې ده . د همدې امله مجبوره ده چې  د خپل ځان نه پخپله دفاع وکړي.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  امریکا  دفاعي سیستم  د خپل ځان نه د دفاع په خاطر  په مونږ  په پيسو  د پلورولو نه ډډه کوي  خو  ترهګرو ته يي  په وړیا توګه  ورکوي. کله چې مونږ د خپل هیواد او ملت نه  د دفاع په خاطر  د بدیل لارو په لټه کې شو  بیا  وايي چې  پام کوه چې  د فلاني  نه  دا سیستم  وانخلې. مونږ  هیڅکله دا دول تحمیلونو ته  غاړه  نده ایښې او نه به يي کیږدو.

ترکیه اس ۴۰۰ دفاعي سیستم اړتیا لري او پدې اړه يي د روسیې سره  تړون سرته رسولې او هر څه ژر به دا  سیستم ترکیې ته وسپارل شي. »

هغه وویل  ترکیه په کومه اندازه  چې  د اروپا او امریکا سره  ګډو اړیکو  او اتفاق ته اړتیا لري په همدې اندازه يي د نورو هیوادونو سره اړیکو ته هم  اړتیا لري.

هغه وویل  نن ورځ په امریکا کې د ترکیې پر خلاف پرانیستل شوې دعواګانې په اصل کې د نړۍ په بل هیڅ کوم هیواد کې ساری نلري. هغه  برخې چې مونږ  یو پلوي اړیکو ته  اړ کوي مونږ  پدې ډیر ښه پوهیږو چې د نړۍ په نورو برخو کې  څه ډول فعالیتونه کوي.

ترکیه تر ننه پورې  په دوه اړخیزو او یا څو اړخیزو اړیکو کې  په خپله هره خبره   دریدلی  هیواد دی.د چا سره  مو ریا کاري  او دوکه نده کړې  خو له بده مرغه چې مونږ  سره  تل  کیږي.

هغه په ترکیه کې امریکايي راهب  محاکمې  بهیر ته په اشارې سره وویل « لکه څرنګه چې ټول پوهیږي  د امریکايي راهب د محاکمې بهیر په ډیره شفافه توګه په ازمیر ولایت کې پر مخ  روان دی. خو امریکا د امریکايي راهب په بهانه ترکیې د اقتصادي او پوځي لارو څخه  د فشار لاندې د نیولو هڅه کوي.

هغه وویل « د جولای د ۱۵ مې کودتا  سمبول  زمونږ ورور  عمر خالص دیمیر هم  یو خورد ضابط وو. لکه څرنګه چې ټول پوهیږي  ترکیه په سیمه او نړۍ کې  تر ټولو  د قوي  پوځ لرونکو هیوادونو په کتار کې ځای لري. دا ځکه چې ددې وطن  هر بچې  په خپل هیواد مین  دی. دا یو داسې  وطن  دی چې هر بچی  د اذان ، بیرق، وطن  او دولت  ته د هر ډول ګواښ په مقابل کې خپله سینه  سپر کوي. د خپل ځان د قربانۍ نه   د ذرې په اندازه  تردد نکوي.

زمونږ  ملت دا حقیقت  د جولای د ۱۵ کودتا په شپه  د کودتاچیانو د ټانکونو او توپونو په مخ کې د اچولو سره  ټولې نړۍ ته یو ځل بیا په اثبات ورسو.

د ترکیې پوځ  یو داسې  قهرمان او اتل پوځ  دی چې  بریالیتبونه يي د تاریخ په پاڼو  کې نه ځایږي. نن  ورځ  تاسې  ځوانان  او د هیواد اصیل بچي  زمونږ  دې سپڅلي  ارګان ته چې په ترکیه کې  د پیغمبر د کور په توګه یادیږي  لومړنی ګام  پورته کوۍ. دا یونیفورم  تاسې ته  درکړ شوې  تر ټولو  ښه ډالۍ  او مکافات  دي. همداشان  د غازيتوب  او یا د شهادت  مرتبه  چې  د چا په نصیب کوي  هغه د هیڅډول  مادیاتو نه  نشو تعریفولی. »



اړوند خبرونه