د اګست د ۳۰ مې د لوی بري او وسله والو ځواکونو د ورځې په ویاړ د ولسمشر اردوغان پیغام

اردوغان : ترکیه د خپل ځان سره سم د نړۍ د ټولو مظلومانو د حق لپاره مبارزه کوي

د اګست د ۳۰ مې د لوی بري او وسله والو ځواکونو د ورځې په ویاړ د ولسمشر اردوغان پیغام

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  ترکیه د ۲۰۲۳ کال  هدفونو ته د رسیدو سره  به   د ټولې جغرافیې راتلوونکي  ته  شکل ورکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اګست ۳۰ مه  د ستر بري  او د وسله والو ځواکونو د ورځې په مناسبت پیغام  خپور کړ.

ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي « ترکیه د ۲۰۲۳ کال  اهدافو ته د رسیدو سره د خپل ځان سره سم د تولې جغرافیې راتلوونکی روښانوي. زه پوره باور لرم چې نن ورځ هم  په د ډیرو سترو سترو بریاوو په درشل کې قرار لرو.

انشاالله چې  بری  زمونږ او د هغه برخو  دی چې په ترکیې  پوره اعتماد او باور لري.

د تاریخ  د هرې دورې په څیر  نن  ورځ هم  مونږ  خپل ځان سره سم  د ټولو  هغه  مظلومانو  او بې وزلو لپاره  چې  ترکیې ته د امید په سترګه ګوري  مبارزه کوو. زه پوره باور لرم چې  نن ورځ هم  د ډیرو لویو لویو بریالیتوبونو په درشل کې قرار لرو. ترکیه به دا مبارزه  خامخا  ګټي. »



اړوند خبرونه