ددې افغانې مور  فریاد  ټوله ترکیه وژړوله.

په ادانا ولایت کې یو لس کلن ماشوم چې د خپل پلار سره یو ځای د اوبو په کانال کې لمبل په اوبو کې ډوب شو

ددې افغانې مور  فریاد  ټوله ترکیه وژړوله.

 

د ترکیې د ادانا په ولایت کې  د یوې افغانې کورنۍ  لس کلن ماشوم  چې د خپل پلار سره  یو ځای  د اوبو په کانال کې  لامبو وهله  په اوبو کې ډوب  شو.

د اوبو په کانال کې د لس کلن ماشوم  د ډوبیدو  او لا درکه کیدو نه وروسته  د ماشوم د مور فریاد  ټوله ترکیه  وژړوله.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  پیښه د ادانا ولایت د یوري غیر د ولسوالۍ اړوند  د اتاکنت په کلي کې رامنځته شوې.

د افغان کورنۍ  پلار  د سهار په ساعتونو کې د خپلې کورنۍ سره  یو ځای  د اوبو کانال سیمې ته  راغلی وو. هغه  د خپل لس کلن زوی سره  یو ځای د اوبو په کانال کې په لامبو وهلو پیل وکړ. لس کلن  ماشوم د پلار سره  د څو دقیقو  لمبا نه وروسته  په اوبو کې په ډوبیدو شو. پلار يي  د هغه  د ژغورولو هڅه وکړه خو  ماشوم په اوبو کې  ډوب شو. د سیمې  خلکو سمدلاسه د اوبو کانال ته د ودنګل  خو  ماشوم  د سترګو په رپ کې  په اوبو کې لا درکه شو.

د نوموړي ماشوم  مور، انا، خور او ورونو  یوې خوا بلې خوا ته په منډو پیل وکړ. د لس کلن ماشوم  رامي  مور  فریاد ټوله ترکیه د ځان سره  سمه وژړوله.

سیمې ته  سمدلاسه  متخصص  او مسلکي لامبو وهوونکي  او غوټه هوونکې  د ژغورنې ډلې  راورسیدې. د ژغورنې ډلو  د ماشوم د موندولو  په خاطر  په پلټنو پیل وکړ.

د پلټنو ډلو تر اوسه پورې د ماشوم مړی او ژوندی  موندلی ندی. په سیمه کې د پلټنې عملیات دوام لري.



اړوند خبرونه