ترکيې د امريکا د اقتصادي بنديزونو په مقابل کې لومړنی ګام اوچت کړ

ترکيې هم په بعضو امريکايي توکو ماليه لوړه کړه

ترکيې د امريکا د اقتصادي بنديزونو په مقابل کې لومړنی ګام اوچت کړ

 ترکيې د امريکا په مقابل متقابل ګام اوچت کړ. 

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د يو تقنيني فرمان په صادرولو سره په بعضو امريکايي توکو ګمرکي ماليه سل په ۱۰۰ کې لوړه کړه. 

د ولسمشر دا فرمان په رسمي جريده کې خپور شو. 

د نوموړي  فرمان  له مخې  په وچې میوې ۲۰ سلنه، وریجو ۵۰ سلنه، په الکولي مشروباتو چې د الکولو مقدار يي د ۸۰ سلنې ټیټ وي ۱۴۰ سلنه، تنباکو او د تنباکو لرونکو توکو باندې ۶۰ سلنه او  په خصوصي  موټرو ۱۲۰ سلنه  ، د سینګار په توکو  ۶۰ سلنه، ډبرو سکرو  او د ډبرو سکرو نه  تولیدونکو  توکو باندې  ۱۳ عشاریه ۷ سلنه په پي سي وي  ۵۰ سلنه ، په لرګو  ۱۰ سلنه ، په کاغذ او کارتنونو  ۲۰ سلنه، ګمرکي مالیه  لوړه شوه.

د ویلو ده چې  هغه  مالونه چې  د نوموړي فرمان  د صادریدو د نیټې نه مخکې  اخیستل شوي وي  او په لاس کې رسمي  سند ولري  او ترکیې ته د راوړلو په خاطر  بار شوي وي  د ۴۵ ورځو په دننه کې  ترکیې ته د راوړولو په صورت کې  ترینه  پخوانۍ  مالیه  اخیستل کیږي .

 



اړوند خبرونه