په ترکیه کې ریل ګاډی د پټلۍ نه د وتو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.

په ترکیه کې سره فاجعه رامنځته شوه

په ترکیه کې ریل ګاډی  د پټلۍ نه د وتو له امله  ستره فاجعه رامنځته شوه.

په ترکیه کې ریل ګاډی  د پټلۍ نه د وتو له امله  ستره فاجعه رامنځته شوه.

د ترکیې  د ایدرنې  ولایت نه د استانبول  د اوزون کوپرو ولسوالۍ  پر لورې  روان  ریل ګاډی  د تیکیرداغ ولایت  د چوروغ  په سیمه کې  د پټلۍ نه  د وتو له امله ستره فاجعه  رامنځته شوه.

پیښه  تیر مازیګر  د پنځو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه. په پیښه کې  لږ تر لږه  ۲۴ تنه مړه  او ۱۲۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

ویل کیږي  د ریل ګاډي  پنځه  واګونونه  د پټلۍ نه د وتو سره څو  متره  لاندې  ګوزار شوي  دي.

د پيښې  د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته  د ژغورنې  او روغتیايي  ډلې  سیمې ته ورسیدې. په لسګونو امبولانسونه  او روغتیايي  پرسونل  سیمې  ته واستول شول.

په شاوخوا روغتونونو کې  بیړنی حالت  اعلان شو. د پيښې  ټپيان  نږدې روغتونونو ته انتقال  او د درمنلې  لاندې  نیول شوي دي.

د پيښې سرسري  ټپیان  د پيښې په ځای کې تداوي  شوي وي.

د ویلو ده چې پیښه  د ډیرو شدیدو  بارانونو  په پایله کې  رامنځته شوې ده . همداشان  د باران د اورښت  له امله د پيښې ځای ته  د ژغورنې  او روغتیايي  پرسونل تګ  د ډول ډول ستونزو سره  مخامخ شوی وو.

د ترکیې د ټرانسپورت سمندري  چارو او معلوماتو  وزارت  ویلي دي چې دا پيښه  د شدیدو بارانونو  د اورښت په پایله کې  رامنځته شوې ده .

د ټرانسپورت وزارت د معلوماتو له مخې  د شدیدو بارانونو په پایله کې  د ریل ګاډي  د پټلۍ  لاندې  مځکه ښویدنه رامنځته شوې  وه چې  په یاده شوې  پټلۍ  د ریل ګاډي  د تیریدو له امله  فاجعه رامنځته شوه.

د هیواد  د روغتیا  او د ټرانسپورت وزیران د پیښې ځای ته رسیدلي  دي.

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو او د ټرانسپورت وزیر  احمد ارسلان نه د ټيلیفون په کرښه  د پيښې په اړه معلومات واخیستل.

ولسمشر اردوغان د پيښې په اړه د خواخوږۍ پیغام هم  خپور کړ.

ولسمشر اردوغان په خپور کړي  پیغام کې  ویلي دي چې  په ډیرې  خواشینۍ  سره مو  د نوموړې  پیښې په اړه  چې  ۲۴تنو هیوادوالو پکې  ژوند دلاسه ورکړی او ۱۲۴ تنه ټپيان شوي دي  خبر ترلاسه کړ.

د پیښې قربانیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت، ټپيانو ته عاجله شفاء  او د قربانیانو کورنیو او ټولو هیوادوالو ته  د تسلیت مراتب  وړاندې  کوم.


پيوندونه: فاجعه , ریل ګاډی , ترکیه

اړوند خبرونه