په استانبول کې  ګن شمیر ځانمرګي بریدکوونکي  ونیول شول.

په استانبول کې  ګن شمیر داعشي ځانمرګی بریدکوونکي  ونیول شول.

په استانبول کې  ګن شمیر ځانمرګي  بریدکوونکي  ونیول شول.

په استانبول کې  ګن شمیر داعشي ځانمرګی بریدکوونکي  ونیول شول.

د استانبول  امنیې قومندانۍ  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې  د ریاست  منسوبینو  ۸ تنه داعشي ځانمرګي برید کوونکي  ونیول.

د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې  پولیسو  په استانبول کې  په ۶ ولسوالیو کې  په همهالو  ځانګړو  عملیاتو کې  ۸ تنه  داعشي ترهګر چې  په سوریه او عراق کې د داعش ترهګرې ډلې په صفونو کې  جنګیدلي وو او د ځانمرګیو بریدونو په برخه کې په ځانګړي توګه روزل شوي وو  ونیول.

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو  نوموړو داعشیانو په اړه  د راپور د ترلاسه کولو نه وروسته  نوموړي د تخنیک تعقیب لاندې ونیول.

د تخنیک تعقیب نه وروسته د نوموړو د نیولو په خاطر  نن سهار په ۶ ولسوالیو کې همهاله  عملیات ترسره شول.

نیول شوي ترهګر  د روغتیايی معاینې نه وروسته  د تحقیقاتو په خاطر تر نظارت لاندې نیول شوي دي.



اړوند خبرونه