د امریکا لخوا ترکیې ته د اف ۳۵ ډوله الوتکو د تسلیمولو نيټه معلومه شوه

امریکا ترکیې ته د نوي  پنځم  نسل  د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو د لومړني پړاو  د تسلیمولو نیټه  اعلان کړه.

د امریکا لخوا ترکیې ته د اف ۳۵ ډوله الوتکو د تسلیمولو نيټه معلومه شوه

امریکا ترکیې ته د نوي  پنځم  نسل  د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو د لومړني پړاو  د تسلیمولو نیټه  اعلان کړه.

د امریکا متحده ایالتونو  د ډیفنس  نیوز ویبپاڼې د خبر له مخې  امریکا  ترکیې ته  د کانګرس د ځینو غړیو د سخت مخالفت سره سره  د پنځم نسل  اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو  د تسلیمولو  نیټه  معلومه کړه.

امریکا به لومړنۍ  الوتکې  د جون په ۲۱ مه نیټه  ترکیې ته تسلیم کړي.

په خبر کې د  اف ۳۵ ډوله  الوتکو د جوړونکي لاک هید مارتین  په نامه  د شرکت ویاند  ډیفنس  نیوز  ویلي دي چې  د کانګرس د ځینو  غړیو  د سخت مخالفت سره سره  ترکېې ته  د نوموړو الوتکو د تسلمیاتو په خاطر  چارې  دوام لري.

د پلان له مخې لومړنۍ الوتکې به د جون په ۲۱ مه نيټه ترکېې ته وسپارل شي.

د یادولو وړ ده چې ترکیې  د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم د رانیولو نه وروسته  د امریکا په کانګرس کې ځینو وکیلانو  ترکیې ته  د اف ۳۵ ډوله الوتکو د ورکولو  سره  سخت مخالفت وکړ. هغوې  وویل چې  ترکیې ته باید اف ۳۵ ډوله الوتکې ونکړل شي.



اړوند خبرونه