د اسراييلو لومړي وزير ته د اردوغان غاښ ماتونكى ځواب

اردوغان نتانياهو ته: لاسونه دې د فلسطينيانو په وينو ككړ دي!

د اسراييلو لومړي وزير ته د اردوغان غاښ ماتونكى ځواب

 

ولسمشر رجب طيب اردوغان په ټولنيزه مېډيا كې د اسراييلو د لومړي وزير بنيامين نتانياهو لخوا دده په اړه غير واقعي ادعاګانو په ځواب كې وويل چې لاسونه دې د فلسطينيانو په وينو ككړ دي.

اردوغان د خپل رسمي ټويټر له حسابه څرګنده كړه چې نتانياهو د بې دفاع فلسطينيانو پر خاورې د يرغلګر دولت لومړى وزير دى.

اردوغان په خپل پيغام كې ليكلي دي چې `` نتانياهو د داسې توكمپالي دولت لومړى وزير دى چې د بې دفاع فلسطينيانو پر خاورې باندې يې يرغل كړى دى او د ملګرو ملتونو د پرېكړو سره سره يې د ۶۰ كلونو راهيسې په خپله ولكه كې ساتلى دى. د نتانياهو لاسونه د فلسطينيانو په وينو ككړ دي او دا پر تركيې د لفظي بريدونو په واسطه نشي پټولى. آيا غواړې چې د انسانيت په اړه درس واخلې؟  د ( تورات) لس امرونه ولوله.



اړوند خبرونه