حسن روحاني انقرې ته را ورسېد!

د ايران ولسمشر حسن روحاني د رسمي ليدنو په موخه نن ماښام انقرې ته را ورسېد.

حسن روحاني انقرې ته را ورسېد!

 

روحاني ته د انقرې د اېسن بوغا په هوايي ډګر كې د هېواد د ملي دفاع وزير نورالدين جانيكلي، په انقره كې د ايران د سفير محمد ابراهيم طاهريان فرد او يو شمېر نورو دولتي چارواكو لخوا ښه راغلاست وويل شو.

ټاكل شوې ده چې روحاني به د سوريې په اړه په يوې غونډه كې چې د تركيې په كوربه توب او د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين په ګډون ترسره كيږي، ګډون وكړي.

پدې اړه به نور جزييات وروسته خپاره شي.



اړوند خبرونه