د تركيې لومړنۍ جنګي بېړۍ

د تركيې لومړنۍ جنګي بېړۍ چې د الوتكو د انتقال وړتيا هم لري، د جوړېدلو په حال كې ده.

د تركيې لومړنۍ جنګي بېړۍ
د تركيې لومړنۍ جنګي بېړۍ
د تركيې لومړنۍ جنګي بېړۍ

 د TCG انادولو په نامه دا بېړۍ چې د تركيې د ځايي امكاناتو او ټېكنالوژۍ په كارولو سره په استانبول كې جوړيږي، د الوتكو او چورلكو د انتقال وړتيا هم لري.

 

 

 د TCG انادولو په نامه دا بېړۍ چې د تركيې د ځايي امكاناتو او ټېكنالوژۍ په كارولو سره په استانبول كې جوړيږي، د الوتكو او چورلكو د انتقال وړتيا هم لري.

د استانبول د مرمرې، اېژې، او تورې بحيرې د بحري سوداګرۍ د اطاقونو مشر متين كالكوان پدې اړه وويل چې اوسمهال ددې بېړۍ د خارجي ساختمان ۹۰ سلنه كار پاى ته رسېدلى دى.  تر وروسته به الكترونيكي او ټينكالوژيكي سيستمونه په كې ځاى پر ځاى شي.

پدې ډول به د تركيې لومړنۍ جنګي بېړۍ چې په كې د جنګي جټ الوتكو لپاره به پكې يو هوايي ډګر هم موجود وي، د راتلونكي كال تر پايه پورې ګټې اخيستنې ته وړاندې شي. دا بېړۍ به په سيمه او نړۍ كې د تركيې د بحري ځواكونو وړتيا نور هم لوړه كړي.

تركيه به په نړۍ كې ۱۰م هېواد وي چې د الوتكو د انتقال وړ جنګي بېړۍ به لري. دا ډول بېړۍ په نړۍ كې يواځې د ۵ هېوادونو لخوا توليديږي چې تر دې وروسته به تركيه هم ددې ډولو بېړيو د جوړونكو هېوادونو په كتار كې شامله شي.

دا پېړۍ ۵۸ متره لوړه او ۱۴۱۰ متره مربع پراختيا لري. د بېړۍ په لاندنۍ برخه كې ۱۸۸۰ متره مربع ساحه د الوتكو او چورلكو د پارك پاره ځاى لري.  د الوتكې پورتنۍ برخه او هوايي ډګر ۵۴۴۰ متره مربع مساحت لري چې په اسانۍ سره ترې جنګي جټ الوتكې او چورلكې الوتنې كولاى شي.

پدې بېړۍ كې به ۶ دانې اېف – ۳۵۸ ډوله جنګي جټ الوتكې، ۴ دانې جنګي چورلكې، ۸ دانې تراسپورټي چورلكې او دوه دانې هاوك ډوله لوېې چورلكې ځاى ولري.  سربېره پر دې د ۲ دانو بې پيلوټه الوتكو د الوتنې چارې هم په كې په نظر كې نيول شوي دي.



اړوند خبرونه