په عفرین کې په ترکي سرتیرو چاودنه وشوه

په عفرین کې یو تن سرتیری په شهادت ورسید

په عفرین کې په ترکي سرتیرو چاودنه وشوه

د سوریې د عفرین په سیمه کې د زیتون څانګې عملیاتو په ترڅ کې یو تن  ترک  سرتیری شهید او یو تن بل ټپي شو.

د ترکیې  ستر درستیزوالۍ  پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې

« د سوریې د عفرین په سیمه کې د زیتون څانګې عملیاتو په چوکاټ کې د ۲۰۱۸ میلادي کال د مارچ په ۱۲ مه نيټه  د جندریس په سیمه کې  د عملیاتو پر مهال  په لاس د جوړ شوي  بم  د چاودنې په پایله کې  یو تن  قهرمان  ترک عسکر شهید  او بل تن  ټپي شو. »

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددې سربیره  د اغره ولایت  د دوغوبایزید  په ولسوالۍ کې هم  یو تن  سرتیری  د ترهګرو سره  په نښته  په شهادت رسیدلی دی.

د یادې شوې ولسوالۍ اړوند  د ګون ګورن  د کلي په مربوطاتو کې امنیتي ځواکونه  د ترهګرو سره په نښته کې ښکیل شول. په نښته کې یو تن  ترک سرتیری  سخت ټپي شوی وو  چې وروسته په روغتون کې د شهادت جام  نوش کړ.



اړوند خبرونه