پر مساجدو باندې د بريدونو په اړه د تركيې غبرګون

په جرمني كې پر مساجدو باندې د وروستيو بريدونو له امله د تركيې حكومت سخت غبرګون وښود.

پر مساجدو باندې د بريدونو په اړه د تركيې غبرګون

 

 

د لومړي وزير مرستيال او د حكومت وياند بكر بوزداغ نن د وزيرانو د شورا له غونډې وروسته په خبري غونډه كې څرګنده كړه چې په جرمني كې پر مساجدو باندې د وروستيو بريدونو له امله يې د جرمني حكومت ته اعتراضيه ليك سپارلى دى.

بوزداغ زياته كړه چې په نوموړي هېواد كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د پلويانو لخوا پر مساجدو باندې د بريدونو له امله تركيه سخته خواشينې ده. د نوموړي په وينا په جرمني كې د مېشتو تركانو د امنيت مسئوليت ددې هېواد د حكومت پر غاړه دى.

بوزداغ وويل چې `` تر اوسه پورې د داسې فيصلې شاهد نه يم چې ددې هېواد قضايي مقاماتو پدې اړه چاته سزا وركړي وي. د جرمني د حكومت چوپه خوله د اندېښنې وړ ده. نن په انقره كې ددې هېواد سفير ته زموږ اعتراضيه ليك وسپارل شو.

بوزداغ په خبري غونډه كې د زيتون د څانګې د عملياتو په اړه هم وويل چې د عفرين د ښار تر نيولو پورې به دا عمليات دوام وكړي. بوزداغ زياته كړه چې د وسله وال پوځ لخوا د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د پيل شو عملياتو په ترڅ كې تر اوسه پورې ۳ زره ۳۸۱ تنه ترهګر وژل شوي دي.



اړوند خبرونه