د فبرورۍ ۲۸مه: د سړې جګړې قيموميت ته وروستى ګوزار

پوره ۲۱ كاله وړاندې د ۱۹۹۷م كال د فبرورۍ د مياشتې په ۲۸مه نېته د تركيې تاريخ د يوې مرموزې نظامي كودتا شاهد و.

د فبرورۍ ۲۸مه: د سړې جګړې قيموميت ته وروستى ګوزار

 

 

د موضوع په اړه په انقره كې د ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي د ريس پروفيسور دوكتور قدرت بلبل څرګندونو ته ستاسې پام را اړوو:

 

تركيه په خپل مدرن تاريخ كې د كودتاګانو او يا هم د كودتا د اقداماتو په برخه كې پوره تجربه لري. په نږدې تاريخ كې تقريباً د هرو ۱۰ كلونو په موده كې يو ځل د كودتا اقدامات شوي دي چې ځيني يې بريالي شوي او ځينې نور يې بيا د ولس پر مټ ناكام شوي دي. په ۱۹۶۱، ۱۹۷۱، ۱۹۸۰، ۱۹۹۷ ( د فبرورۍ ۲۸مه)، ۲۰۰۷، ( د اپرېل ۲۷مه)، ۲۰۱۶ ( د جولاى ۱۵) هغه كلونه او نېټې دي چې په كې د كودتا اقدام شوى دى. په ۱۹۸۰م كال كې تر نظامي كودتا وروسته بل اقدام په ۱۹۹۷يم كال كې وشو چې ظاهراً ترې ۱۸ كلونه تېر شوي وو. خو بايد هېره نشي چې د ۱۹۸۰م كال د كودتا اصلي عامل كودتاچي جنرال كنعان اېورن ۸ كاله د هېواد ولسمشر و.

تركيه ولې په هرو ۱۰ كلونو كې د كودتا سره مخامخ كيږي؟

تركيه په خپله سيمه كې هغه پياوړى هېواد دى چې د سياسي او ټولنيز ډيناميك له پلوه د سيمې د زبرځواك په توګه د ظهور وړتيا لري. نړيوال زبرځواكونه هېڅكله هم نه غواړي چې د تركيې په څېر هېوادونه په خپل سر پرېږدي. ځكه دوى پوهېږي چې دا هېواد كه په خپل سر همداسې پاتې شي د دوى د ګټو لپاره لوى خطر رامنځته كولاى شي. د همدې امله دا ډول هېوادونه تل د دوى تر نظارت لاندې وي. پدې لړ كې تر ټولو ښه بېلګه بيا جرمني دي. جرمني په نږدې تاريخ كې دوه ځله كوښښ وكړ چې نړيوال نظام بدل كړي خو په پايله كې ورباندې اساسي قانون وتپل شو او اوردو او وسله وال ځواك ترې واخيستل شو.

په تركيه كې په ۱۹۶۱م كال كې د وخت لومړى وزير عدنان مندرس د كودتاچيانو لخوا اعدام شو. پدې موده كې د تركيې د پرمختګ پوتانشيل د نورو لخوا كشف شوى و. ځكه خو په همدې كال د كودتاچيانو لخوا نوى اساسي قانون جوړ شو چې په كې د نړيوال قيموميت نښې له ورايه ښكارېدلې. د همدې نېټې راهيسې په هرو ۱۰ كلونو كې په هېواد كې د نظامي كودتا اقدامات د همدې نړيوال قيموميت د ټينګښت او دوام لپاره ترسره كېدلې.

په تركيه كې ترسره شوې كودتاګانې يواځې د داخلي فكتورونو او لاملونو پر اساس د تشرېح وړ نه دى. په عين حال كې ددې كودتاګانو پر مهال د نړيوالو زبرځواكونو د غير مستقيمې مداخلې نښې نښانې هم موندل كيږي. د بېلګې په ډول تېره اونۍ په امريكا كې ددې هېواد د مركزي استخباراتو د پخواني مشر رابرټ مولر څرګندونې جالبې دي. مولر د امريكا د ولسمشرۍ په ټاكنو كې د روسيې د مداخلې د ادعاګانو په اړه د پيل شو پلټنو په چوكاټ كې ددې هېواد څارنوال ته اعتراف وكړ چې سي آى اې هم د نورو هېوادونو په ټاكنو كې مداخله كړې ده. په تركيه كې د ۱۹۸۰م كال د نظامي كودتا نه وروسته په امريكا كې  د وخت د ملي امنيت د شورا مشاور پاول هېنز ولسمشر جيمي كارتر ته ويلي وو چې `` زموږ ملګري بريالي شو!`` په ۱۹۹۰يمو كلونو كې زما په نظر د وژل شوي ولسشمر تورګوت اوزال د واكمنۍ پرمهال تركيې په اقتصادي او ټولنيز ډګر كې پام وړ پرمختګ كړى و. وروسته بيا د رفاه – يول د ايتلافي حكومت د واكمنۍ پر مهال چې د وخت د لومړي وزير مرحوم نجم الدين اربكان په مشرۍ جوړ شوى و، د تركيې اقتصادي چارې مخ پر ودې وې. كه چېرې د تركيې پرمختګ همداسې دوام كړى واى نو كيداى شي چې د نړيوال قيموميت له ولكې وتلى واى.

د همدې امله په ۱۹۹۷م كال كې د فبرورۍ د ۲۸مې نېټې كودتا وشوه.

د فبرورۍ د ۲۸مې بهير

دا بهير د ۱۹۹۷م كال د فبرورۍ په سهار باندې د پلازمېنې انقرې د سينجان په ولسوالۍ كې د زغروال كنډك نه ټانكونو د مركز پر لور حركت وكړ. په نورو هېوادونو كې پر لارو او كوڅو باندې د ټانكونو ليدل كيداى شي چې عادي خبره وي خو په تركيه كې چې د كودتاګانو له امله يې قرباني وركړې ده، دا حالت نورمال نه دى. په همدې ورځ د هېواد د ملي امنيت د شورا غونډه وه. پدې غونډه كې نظامي چارواكو د غونډې پر ملكي چارواكو باندې د خپلو موخو د عملي كولو لپاره فشار راوړ. نظاميانو ددې په مقابل كې د خلكو د وېرولو لپاره لارو او كوڅو ته ټانكونه او زغروال موټر راويستل. په ټول هېواد كې د دوى په وينا `` ارتجاعي ګواښ`` له امله وسله وال پوځ غير حكومتي موسساتو ته معلومات وركړل. ددې په پايله كې مشروع حكومت استعفا كولو ته اړ شو.

پايلې

دا بهير البته په اسانۍ سره پاى ته نه رسيږي. له دې نېټې وروسته په هېواد كې د كمزورو ايتلافي حكومتونو په پايله كې د هېواد اقتصاد ته سخت زيان ورسېد. په هېواد كې اساسي حقونو او آزاديو ډول ارزښتونه پر پښو لاندې شو او يو نسل راتلونكې برباد شوه. په ۲۰۰۲م كې د رشوت، فساد او غلاګانو له امله د هېواد اقتصاد نور د لمنځه تللو په حال كې وو.

وروستى حال

د ۱۹۹۷يم كال د فبرورۍ د مياشتې په ۲۸مه نېټه د سړې جګړې د نړيوالو زبرځواكونو پر مټ ترسره شوې وروستۍ كودتا وه. پدې ټول پوه شو چې تركيه اوس هغه پخوانۍ ټولنه نه ده چې د نورو د لاسوهنې په پايله كې د نړيوالو زبرځواكونو تر قوماندې لاندې حركت وكړي. په تركيه كې د اړيكو د وسايلو د پراختيا، نړيوالتوب، ګډي كلتوري ژوند او ديموكراتيكو ادارو پر پر مټ خلك نور را ويښ شوي وو. نوي نسل د سړې جګړې د قيموميت پر اساس حركت نه كولو او نور بيا نشو كولاى چې تركيه تر خپل كنترول لاندې راوړي. د فبرورۍ د ۲۸مې نېټې كودتا ځكه بريالۍ وه چې هغه مهال يې د خلكو په ذهنيت كې ارتجاعي فكر ته وده وركړه. ددې پايلې د فتح الله ګولن د ترهګريز سازمان د غړو په فكرونو كې موندل كيږي. د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه د كودتا پر مهال په اصل كې د جولاى د ۱۵مې نېټې د نظامي كودتا د ناكام اقدام لپاره د تياري حيثيت لري. هغه مهال ديموكراتيكو ادارو ته زيان ورسېد تر څو د فتح الله ګولن د ترهګريز سازمان په څېر ډلو ته د فعاليت زمينه برابره شي.

ددې ټولو ستونزو سره سره كودتاچيانو دوه حقيقتونه هېر كړي وو: يو يې د ولسمشر رجب طيب اردوغان هغه مشري چې هېڅكله يې نورو ته سرټيټ نه كړي او بل يې د ملت هغه مېړانه چې د خپل ولسمشر ترڅنګ يې د خپلو ديموكراتيكو او ملي ارزښتونو نه دفاع وكړه. د ۲۰۱۶م كال د جولاى د مياشتې په ۱۵مه نېټه د كودتاچيانو په مقابل كې د مبارزې پر مهال ۲۵۰ تنه شهيدان او تر ۲۰۰۰ زيات كسان ټپيان شول. خو ملت هېڅكله خپل راتلونكې، ناموس او وطن وژغورلو. ملت دا وښودله چې كودتا څرنګه په ديموكراتيك ډول په شا تمبول كيږي.

د فبرورۍ د ۲۸مې نېټې درسونه

د نړيوالو زبرځواكونو لپاره د ديموكراسۍ او بشري حقونو په څېر ارزښتونه هېڅكله اهميت نه لري. بلكې د دوى لپاره يواځې د خپلو ګټو سره سم د نړيوال قيموميت رامنځته كول دي. ددې قيموميت د مشروعيت څرنګوالى هېڅكله د دوى لپاره اهميت نه لري. دوى د ديني، نظامي، سيكولر يا نشنلست نظام په نظر كې نيولو سره تل كوښښ كوي چې هېوادونه ځانله تابع كړي.

د قيموميت د سيستم د مخنيوي په موخه بايد د دولت ټولې برخې په شفاف ډول د هېوادوالو پرمخ پرانيستل شي. د قضايي قويې، نظامي برخې، اكاډيميكې برخې او بيروكراسۍ  په څېر هغه ټولې برخې او ادارې چې د ملت نه پټې شوې دي، بايد په شفا ډول ملت ته بېرته وسپارل شي.

هغه امنيتي  او بيروكراتيك سياستونه چې شفاف نه وي د نړيوال قيموميت د مشروعت لپاره زمينه برابروي. د همدې امله د امنيتي سكتور بيروكراتيك بهير بايد د شفاف او د يوې ځانګړې ادارې تر كنترول لاندې وي. پدې برخه كې بايد د منظمو راپورونو سره خلكو ته معلومات وركړل شي.

د موضوع په اړه په انقره كې د ييلدرم بايزيد د پوهنتون  سياسي علومو د پوهنځي د ريس پروفيسور دوكتور قدرت بلبل څرګندونې مو ولوستلې.



اړوند خبرونه