ولسمشر اردوغان د روسیې ولسمشر ته د تسلیت پیغام واستوه

د ترکیې ولسمشر او لومړي وزیر روسیې ته د تسلیت پيغامونه واستول

ولسمشر اردوغان  د روسیې ولسمشر ته د تسلیت پیغام واستوه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په روسیه کې  د مساپر وړونکې الوتکې  د غورځیدو له امله ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د تسلیت پیغام واستوه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ  د معلوماتو له مخې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته  په مسکو کې د مساپر وړونکې الوتکې د غورځيدو له امله  د تسلیت  پیغام واستوه.

په پیغام کې راغلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره  مو  په  مسکو  کې  د مساپروړونکې الوتکې د غورځیدو چې په پایله کې  ۷۱ تنو  ژوند د لاسه ورکړی دی  خبر ترلاسه کړ.

ددې پيښې د قربانیانو کورنیو ته  د صبرغوښتنه کوو ، ولسمشر  ولادیمیر پوتین  او د ورسیې  ملت ته  د ډاډګیرنې  او تسلیت  مراتب  وړاندې کوو.  

همداشان  د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  هم  خپل روس سیال  دیمتري مدویدوف ته  د تسلیت  پیغام استولی دی.



اړوند خبرونه