د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو سرمشریزه پیل شوه

ترکیه د بیت المقدس په اړه د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سرمشریزې کوربه توب کوي

د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو سرمشریزه پیل شوه

د ترکیې په مشرۍ  د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان  فوق العاده سرمشریزه  د ولسمشر اردوغان په وینا  پیل شوه.

د ویلو ده چې  پدې سرمشریزه کې  د افغانستان، ایران، اذربایجان ، قطر ، کویټ  ، فلسطین  او اردن  په ګډون  د ۱۶ هیوادونو ولسمشرانو او پاتو هیوادونو لومړي وزیرانو او استازو ګډون کړی دی.

دا سرمشریزه  د امریکا د ولسمشر ټرمپ لخوا  بیت المقدس  د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو د اعلانولو  په غبرګون کې جوړه شوې ده .

سرمشریزه  په سرمشریزه کې د ګډون کوونکو  هیوادونو د استازو  د ګډ عکس  په اخیستو سره  پيل شوه.

ولسمشر اردوغان خپله وینا  په سرمشریزه کې د ګډون کوونکو هیوادونو نه  په مننې سره  پيل کړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې ددې فوق العاده سرمشریزې  اصلي موضوع  د نړۍ د دریو سپیڅلو  جوماتونو نه  د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې مسجدالاقصی  او بیت المقدس  ښار  دی.

لکه څرنګه چې  پوهیږي  د امریکا ولسمشر ټرمپ  د دسمبر د میاشتې په شپږمه نيټه  بیت المقدس  د اسراییلو د  پلازمینې توګه د په رسمیت پیژندو اعلان وکړ. هغه د امریکا سفارت  د تل ابیب نه بیت المقدس ته د انتقالولو امر وکړ.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې  ټرمپ  ددې پریکړې سره   د ملګروملتونو د امنیت د شورا  د ۱۹۸۰ کال پریکړه  رسمآ  د خپو لاندې ده. په ۱۹۸۰ کال کې  د ملګروملتونو د امینت شورا  پریکړه وکړه چې  هیڅ هیواد  بیت المقدس ته  خپل سفارت انتقالولی نشي  او بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژندلی نشي.

ولسمشر اردوغان په نړۍ غږ وکړ « په ټولو هغه برخو چې د عدالت په خاطر مبارزه کوي غږ کوم او بلنه ورکوم چې ختیځ بیت المقدس د فلسطین د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژني. »

ټرمپ  ددې پریکړې سره یواځې  اشغالګر اسراییل سره مرسته او ملاتړ کړی دی. زه د ټولو  هغه  هیوادونو نه  چې د ټرمپ  دا نامشروع  پریکړه يي  رد کړې  مننه کوم.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د مسیحیانو د مشر پاپ  په ګډون  په ټولو  لیدونو کتو کې  د ټرمپ  پر خلاف  غبرګون ښودل شوی دی. د ټرمپ  پریکړه  رد شوې ده . اسلامي هیوادونو هم  د بیت المقدس په اړه د ټرمپ  پریکړه په کلکه توګه رد کړې ده .

د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان د دوره يي مشر هیواد په توګه وایو چې د ټرمپ  دا پریکړه  د وجدان، حقوقو، اخلاقو او تاریخ سره  په ټکر کې دی  او هیڅ حکم  نلري.

امریکا  د هر څه نه مخکې ددې پریکړې سره  د سولې پلوي فلسطینیان  چې تل يي  د سولې پلوي کړې ده  جزايي کړي دي .

ولسمشر اردوغان  ګډونوالو ته وویل چې  غواړم  تاسې ته په نقشه کې وښایم  چې  فلسطین  د ۱۹۴۷ کال راهیسې  په کومه اندازه  خاوره  او سیمه  د لاسه ورکړې او اسراییل په کومه اندازه  لوی شوی دی.

د ۱۹۴۷ کال  د ملګروملتونو سازمان د ویش د پلان له مخې  فلسطین  ډیره  زیاته سیمه د لاسه ورکړې  او کوچنی شوی دی او اسراییلو د هرې ورځې په تیریدو سره  لوی شوی دی. که چیرې  په نقشه کې د ۱۹۴۷ او ۶۷ کلونو ترمنځه مودې ته وګورو فلسطین په جدي توګه خاوره د لاسه ورکړې او په مقابل کې اسراییل  لوی شوی دی. په کومه سویه کې چې په ۱۹۴۷ کال کې  اسراییلو  قرار  درلود  له بده مرغه چې نن ورځ  فلسطین په هغه سویه کې قرار لري.

که چیرې  لیوه  ته   د ویش  حق  هم  ورکړل شي  باور وکړۍ چې  پدې اندازه  بې عدالتي به ونکړي.   دې تابو ته  په کتو سره  دا په خپله  ددې ښکارندويی کوي چې اسراییلو  یرغل  ګر دولت دی. ددې ترڅنګ  اسراییل  ترهګر  دولت دی.

که چیرې  دا یرغلګر  ترهګر  ندي نو څوک  ترهګر  دي. څه ډول  اسراییلو ته ترهګر  ونه وایو. تاسې وګورۍ  ددې ترهګر دولت  عسکر  لس کلن ماشومان  نیسې او زنداني کوي.

د ۱۴ کلن  ماشوم  سترګې تړي  او په ډیپچیک يي  وهي او وینې پرې  روانوي. تاسې وګورۍ چې  اسراییلي سرتیري  ماشومان چې  له ډاره  د مور غیږ کې پټیږي   مور يي په دیپچیکونو وهلي او وینې پرې روانوي . ایا  دا ترهګري نده  څه ده؟د وجدان خاوندان   هیڅوخت  داسې ظلم  نکوي.

ولسمشر اردوغان په ټرمپ غږ وکړ چې ای ټرمپه !  مونږ  تاته  پدې اړه څه دلایل  ښکاره کړو؟  هر څه په ډاګه دي.

ټرمپ  بیت المقدس  د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو سره  په اصل کې د اسراییلو ترهګر دولت چې  اشغال، ناقانونه کورونو جوړولو، کورونه ورانولو، خلک د خپلو کور او کلو نه شړلو، د بې ګناه انسانانو  مځکې  غضبولو او په ناحقه توګه انسانان  په مجهوله توګه وژنو ته دوام ورکوي  نازولي دي.

ای ټرمپه نړۍ  یواځې ستاسې نه عبارت  نده. د ملګروملتونو سازمان ۱۹۶ غړي لري  او دا ټول غړي هیوادونه  به  ستاسې  دا پریکړه رد کړي لکه څرنګه چې رد کړې ده .

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې  امریکا به قوي وي، کیدای شي چې  ډیرې زیاتې وسلې ولري، اټومي توغندي ولري، ډیرې زیاتې جنګي الوتکې ولري خو  دا   ټول  تاسې قوي  کوي نه. دا ددې په معنا  ندی چې تاسې قوي یاست.

په اصل کې  قوي  او ځواکمن  پر حق  کسان  دي. هر څوک چې پر حق  وي هغه  قوي  دي.

ولسمشر اردوغان وویل  امریکا  نن ورځ د سولې  د پلویانو نه بلکې  د هغه برخې  ترڅنګ  چې اصلآ سوله نه غواړي ترڅنګ  دریدلي دي. خو د امریکا  دا چلند او دریځ په اصل کې  د ترهګرو په ډوډۍ  غوړي  پورې کول دي.

ولسمشر اردوغان وویل یو ځل بیا غواړم چې په ټینګار ووایم  بیت المقدس  زمونږ  سره کرښه ده.

حرم شریف به تر قیماته  د مسلمانانو  وي. ولسمشر اردوغان د نړۍ په هغه هیوادونو چې  تر اوسه پورې  فلسطین د خپلواکه هیواد په توګه په رسمیت پیژندلی ندی  غږ کوو چې  دا هیواد د خپلواکه  هیواد په توګه په رسمیت وپیژني.

ولسمشر اردوغان  یو ځل بیا په امریکا غږ وکړ چې  وخت لا له وخته  تیر ندی  ، ددې نامشروع پریکړې نه لاس په سر شۍ. د امریکا نه چې  منځکړتوب  وصف يي په کامله توګه د لاسه ورکړی  تمه لرو چې د نړۍ سولې په خاطر   مسئولیت په غاړه واخلي.



اړوند خبرونه