تركيه د بيت المقدس په اړه د امريكا پرېكړه په رسميت نه پېژني

تركيه د امريكا لخوا د اسراييلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د ښار د په رسميت پېژندلو پرېكړه په كلكه غندي.

تركيه د بيت المقدس په اړه د امريكا پرېكړه په رسميت نه پېژني

 

 

د ولسمشرۍ د ماڼۍ وياند ابراهيم كالن څرګنده كړه چې پدې اړه د امريكا د متحدو ايالتونو پرېكړه زموږ لپاره هېڅ ډول حقوقي او يا سياسي ارزښت نه لري.

كالن د ټويټر له لارې په خپور كړي پيغام كې څرګنده كړه چې `` دا پرېكړه زموږ لپاره هېڅ معنى نه لري. د بيت المقدس په اړه د امريكا د متحدو ايالتونو غير قانوني او پارونكي پېښې غندو او ردوو. ټوله نړۍ بايد دا پرېكړه چې د ملګرو ملتونو د سازمان او نړيوالو حقوقو سره په ټكر كې ده بايد رد كړي او د فلسطين د خلكو نه ملاتړ وكړي.``


پيوندونه: بيت المقدس , تركيه

اړوند خبرونه