اردوغان: بيت المقدس د مسلمانانو ناموس دى.

ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې د بيت المقدس د ښار د موقف په اړه هر ناوړه ګام به په اسلامي نړۍ كې د پاڅون سبب شي.

اردوغان: بيت المقدس د مسلمانانو ناموس دى.

 

 

اردوغان چې په انقره كې د اردن د پادشاه دويم عبدالله سره په ګډه خبري غونډه كې د ګډون پر مهال خبرې كولې  د بيت المقدس په اړه يې د امريكا متحدو ايالتونو ته خبردارى وركړ.

اردوغان زياته كړه چې ``د بيت المقدس د سپېڅلتيا او تاريخي موقف د ساتنې په موخه د اردن سره همغږي دي. د اردوغان په وينا د بيت المقدس د حامي كورنۍ په توګه د اردن د هاشمي سلطنت رول زموږ لپاره ځانګړى اهميت لري. پدې اړه هر ناسم ګام به د نړۍ ټول مسلمانان پاڅون ته اړ كړي. دا به په سيمه كې نوو ستونزو او ناخوالو ته لار پرانيزي.``

اردوغان څرګنده كړه چې د دسمبر د مياشتې په ۱۳مه نېټه به په استانبول كې د اسلامي هېوادونو د كنفرانس سرمشريزه ترسره كړي.


پيوندونه: بيت المقدس

اړوند خبرونه