د تركيې اقتصاد مخ پر ودې دى

ولسمشر رجب طيب اردوغان څرګنده كړه چې د تركيې پر وړاندې د پروپاګند سره سره د هېواد اقتصادي وده مخ پر زياتېدلو ده.

د تركيې اقتصاد مخ پر ودې دى

 

 

اردوغان چې په انقره كې يوې غونډې ته وينا اوروله وويل چې ټاكل شوې ده د سږني كال په پاى كې د هېواد اقتصاد ۷ سلنه وده وكړي.

د نوموړي په وينا په ۲۰۰۶م كال كې د استختدام كچه ۶ ميليونه وه چې اوسمهال ۲۸ ميليونو كسانو ته رسېدلې ده. د توريزم له دركه د سږني كال عايد تر اوسه پورې ۲۰ ميلياردو ډالرو ته رسېدلى دى.

ولسمشر زياته كړه چې د تركيې پر وړاندې د پروپاګند سره سره د هېواد اقتصادي وده مخ پر زياتېدلو ده. هېڅوك نشي كولاى چې د ترهګرو ډلو په واسطه د هېواد د اقتصادي ودې مخه ونيسي. هر هغه څوك چې دا ډول هڅې كوي، ناكام به شي.

ولسمشر اردوغان پر لوېديځو هېوادونو باندې د نيوكې سره وويل چې ددې هېواد اوسنى اقتصادي وده د تاريخ په اوږدو كې د استعماري لاسته راوړنو له بركته ده. د تركيې تاريخ ددې ډول استعماري لاسته راوړنو نه پاك دى. پر استعماري سياست باندې ولاړې اقتصادي سرچينې به يوه ورځ پاى ته ورسيږي.



اړوند خبرونه